ترکیه: زرګونه کډوال په وروستیو قیوداتو کې نېول شوي دي
د ترکیې د کډوالو ادارې د رئیس عبدالله ایاز په خبره، د ترکیې پولیسو د جولای میاشتې په دوه اوونیو کې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ کډوالو پر وړاندې اقدام کړی. په دې کړنه کې کابو ۴۷۰۰ افغانان هم اغیزمن شوي دي.
د دغو نېول کېدو موخه، له ناقانونه کډوالۍ سره د ترکیې حکومت د مقابلې د هڅو یوه برخه ده او همدارنګه د هغو کډوالو له پاتې کېدو د ډاډ تر لاسه کول دي، چې لومړی یې په ښار کې نوم لیکنه کړي او د مېشت کېدو جواز لري.
دغه قیودات هغه مهال رامنځ ته شول، چې د یاد هېواد د کډوالو وزارت لوی مدیر د یوې وینا په ترڅ کې اعلام وکړ، چې کډوال یوازې په هغه ښار کې د ژوند کولو اجازه لري، کوم چې لومړی یې په کې نوم لیکه کړې وي. همدارنګه نوموړي ګواښ وکړ، که کوم کس دغه قوانین تر پښو لاندې کړي، نو د مېشت کېدو(اقامت) د لغوه کیدو امکان شتون لري.
په دغو سختو قیوداتو کې، د کار په ځای او ان په سړکونو کې د کډوالو د پېژندنې اسنادو ناڅاپه څېړل شامل دي. ځینې کډوال بیا په هغه ښار کې نېول کېږي چې په کې یې نوم لیکنه کړي او پاتې نور له ترکیې شړل کېږي.
۲۳ کلن د سوریې اوسېدونکی فارس هاجر، هغه پناه غوښتونکی دی، چې ویل کېږي تېره میاشت تر نېول کېدو وروسته تبعید شوی دی. نوموړي د واټس اپ په یوه ویډیويي پیغام کې د امریکې متحدو ایالتونو خبري سرچینېPublic Ra-dio International ته د ځان نېول کېدو کیسه په دې ډول کړي: ” دوی زموږ په ډبولو پیل وکړ. “
نوموړي وپوښتل: ” موږ نه پوهېږو چې ولې دوی له موږ سره دا ډول چلند کوي. “
ترکیه کې د امنیتي ځواکونو د څارنې له ډېروالي سربېره، کډوال او پناه غوښتونکي د خلکو له مخالفت سره هم مخ دي. په هغه اند پوښتنه کې چې جنوری میاشت کې د قدیرهاس پوهنتون لخوا تر سره شوې، د دې ښودنه کوي، چې ۲۰۱۷ کال کې د سوري کډوالو پر وړاندې د مخالفت کچه ۵۴ اعشاریه ۵ سلنه وه ، خو په ۲۰۱۹ کال کې ۶۷ اعشاریه ۷ سلنه لوړه شوې.
ترکیه د ګڼ شمېر افغان کډوالو په ګډون په نړۍ کې د خورا زیاتو کډوالو کوربه ده. یاد هېواد کې تر سوریي کډوالو وروسته چې شمېر یې کابو ۳ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو ته رسیږي، ګڼ شمېر افغانان ژوند کوي، خو بیا هم د دوی ستونزې د رسنیو لخوا په اړین ډول نه انعکاس کېږي.
ترکیه کې افغان کډوال د خپل روځیني ژوند په مهال له ګڼو ستونزو لکه: پنډغالو کې د وګړو له ګڼې ګوڼې، د روغتیايي چوپړتیاوو له کموالي او د کار په ځای کې له ناسمې ګټې اخېستنې سره مخ دي.
TMP – 21/08/2019
Photo credit: franz12 / shutterstock.com
استانبول، ۲۰۱۷ کال د جون ۱۵ : د پولیسو موټر د سندونو د تایید لپاره لار تړي.
دا مقاله شریکه کړي