یونان کې په سلګونو کډوال له ژمې څخه پناه غواړي

د دې میاشتې په لومړیو کې د شمالي یونان په ټیسالونکي ښار کې په سلګونو کډوال د پولیسو له حوزې بیرون راټول شوي دي. دې ته په تمه دي چې درخواستونه یې وڅیړل شي او د پناه غوښتنې درخواست یې ثبت شي.  

د ماشومانو او میرمنو په ګډون ډیری کډوال د ټیسالونکي په پارکونو او چوکونو کې ورځې ورځې ویده کیږي. د ژمي په رارسیدو دوی په غیر رسمي ځایونو کې د ژوند کولو پر ځای،  د کډوالو په کیمپونو کې خوندي ځایونه غواړي.

یونان اوسمهال د کډوالو له لوړېدونکې څپې سره مقابله کوي، کوم چې د ترکیې له ځمکنیو بندرونو را اوړي. په روان کال کې شاوخوا (۱۱۰۰۰) کډوال له دې بندرونو څخه را تیر شوي، دا شمیره تېر کال (۲۵۰۰) وه.

د اسوشیټیډ پریس په حواله، پولیسو تیره میاشت په ټیسالونکي کې  (۳۵) انساني قاچاقبر نیولي وو. پر دوی تور دی چې دې ښار ته یې ( ۱۸۲۱) کډوال قاچاق کړي.  

د یونان او ترکیې د ځمکنیو بندرونو څخه راتیریدل اوس په یونان کې د ګڼو میشتو کیپمونو د ناوړه وضعیت او چټل چاپریال  په څیر مشهور شوي. د ټاپو ګانو په کیمپونو کې ډیری کډوال له رواني فشارونو کړیږي. دلته د ځان وژنې شمیره لوړه ده، ماشومان او میرمنې په ځانګړې ډول د تیري ښکار دي.

تیره میاشت په لیسبوس ټاپو کې د موریا کیمپ څخه د لیدنې په مهال د بخښنې د نړیوال سازمان مشر د کیمپ حالت ویرونکی ښودلی و.

TMP – 15/11/2018