الماني چارواکو ۲۰۱۹ کال کې د کلیسا ګانو له پتې د کډوالۍ ټولې غوښتنې رد کړې.
د دوچه ولې خبري سرچینې د راپور له مخې: المان ۲۰۱۹ کال کې د کلیسا ګانو له پتې د کډوالۍ ټولې غوښتنې رد کړې دي. د ۲۰۱۹ کال په لومړی څلورو میاشتو کې یې د کډوالې د منلو یوازې دوه غوښتنې منلې دي.
کلیسا ګانې کولای شي، له هغو کډوالو د ملاتړ موکه برابره کړي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او له ستونزو سره مخ دي او د بیاکتنې په خاطر د کډوالۍ او پناه غوښتنې لپاره فدرال ادارې ته غوښتن لیکونه وړاندې کوي.
دغه پناه غوښتونکي د کلیسا ګانو په انګړه کې د ژوند کولو اجازه تر لاسه کوي، کوم چې دوی د پولیسو څخه ساتي.
یوه بېلګه یې هم تارا ده، تارا د یوه افغان مور ده، چې خپله کیسه یې په دې ډول بیان کړي. نوموړې ویلي: چې کورنۍ یې د طالبانو له ګواښ څخه د ژغورنې لپاره اروپا ته تښتیدلې. دوی په ځنګلونو کې تر خوب، له خوړو پرته ورځو په تېرولو او په پنډغالې کې د اوښکي بیوونکي ګاز تر ځورولو وروسته، اوس د المان په یوې کلیسا کې ژوند کوي. دوی له تېر کال راهیسې کلیسا کې ژوند پر مخ بیايي.
خاوند یې وايي: ” زه کولای شم داسې تصور وکړم، چې خپله کیسه به لمسیانو ته وکړم“. “دوی به هغه ونه مني. ځینې وخت ان خپله هم پرې باور نه کوو… او اوس دلته یم . له خدایه شکر. “
المان کې دغه ډول ځایونو ته ډیرې غوښتنې کیږي. یو کال وړاندې، کلیسا ګانو ۵۴۳ کسانو ته پناه ورکړې وه، چې نن بیا دغه شمیر ۸۵۵ کسانو ته رسیدلی دی.
د المان په شمال کې د یوناني لوتري کلیسا لپاره د مهاجرت، پناه غوښتنې او بشري حقونو کمیساریو څارونکو ته ویلي: چې دغو ځایونو ته د کډوالو غوښتنې ۲۰ برابره ډېرې شوي دي.
تر منلو وروسته، کلیسا ګانې باید داسې مستند سندونه وړاندې کړي، چې په کې د کډوالۍ په اړه د بیاکتنې لاملونو ته ځای ورکړل شوی وي.
دغه دوسیې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې لخوا څېړل کیږي . تر بیا کتنې وروسته، که د کډوالۍ دفتر د متقاضي پناه غوښتونکي ساتنه ضمانت نه کړي، پناه غوښتونکي باید د کلیسا انګر خوشې کړئ.
د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرال ادارې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې: له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۶ کال پورې ۸۰ سلنه د پناه غوښتن لیکونه د کلیسا ګانو لخوا وړاندې شوي. سږ کال یوازې دوه غوښتنې منل شوي دي.
TMP – 24/06/2019
Photo credit: Leonid Andronov/ Shutterstock
Photo caption: د المان په بایرن کې د رنسانبورګ کلیسا، کابو ۴۰ پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي.
دا مقاله شریکه کړي