د بشري حقونو ‌ډلې ویلي؛ د هنگري ۤپه سرحدي زونونو کې کډوالو له خوړلو انکار کړی

په هنګري کې د بشري حقونو یوې ډلې د دغه هیواد حکومت تورن کړی چې په سرحدي سیمو کې یې په سیستماتیکه توګه کډوالو ته خواړه رد کړي دي.

د هنګري هیلسنکي کمیټې (Hungarian Helsinki Committee) ویلي، هغه بالغ کډوال چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي، له خوړو یې انکار کړی دا کار یې له هنګري څخه د شړلو په غبرګون کې کړی دی. دا سیاست په ۲۱مه پیړۍ کې په اروپا کې د بشري حقونو بیساری نقض ښيي.

د هنګري هیلسنکي کمیټې مرستیال مراتا پاراډاوي (Marta Pardavi) ویلي : (( اصلي خبره دا ده چې که ته خلک په کافي اندازه وږي کړې، نو دا ته مجبوروې چې صربیا ته بیرته لاړ شي.)) د حقونو ډلې زیاته کړې، دا کار ممکن د بشر  حقونو په نړیوال قانون کې  غیرانساني چلند او حتی شکنجه  وګڼل شي.

په ۲۰۱۹ کال کې دې کمیټې د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې ته اته قضیې ثبت کړې وې، چې ۱۳ کسان پکې شامل و.کمیټې ویلي و مخکې له دې چې محکمه مداخله وکړي او هنګري مسوولینو ته امر وکړي چې کډوالو ته خواړه ورکړي،ځینو کډوالو آن تر پنځو ورځو خواړه نه و ترلاسه کړي. اوسمهال هنګري یوازې د یوې کوچنۍ ډلې د پناه غوښتنې درخواستونه قبول کړي دي؛ دا هغه خلک دي چې د دې هیواد  سرحدي ټرانزیټ زون ته داخل شوي و. هر هغه پناه غوښتوونکی چې دې هیواد ته له یوه خوندي ځایه راځي، په اتومات ډول غیر مستحق ګڼل کیږي. ډیری درخواستونه غیر مستحق ګڼل کیږي، ځکه چې دوی له صربیا څخه راداخل شوي او دا هغه هیواد دی چې د هنګري لخوا خوندي ګڼل شوی. تیر کال، هنګري ۳۴۹ درخواستونه منلي و چې په ټرانزیټ زون کې ترلاسه شوي و. له دوی څخه ډیری د افغانستان، عراق او سوریې اوسیدونکي وو

د هنګري حکومت د بشري حقونو د نقض تور رد کړی دی او ویلي یې دي چې مسوولینو د هغو خلکو لپاره چې په ټرانزیټ زون کې د  اوسیدو حق لري، هر څه چمتو کړي دي. په هر صورت،دا يې منلې چې هغو خلکو چې درخواستونه یې رد شوي، خواړه یې نه دي ترلاسه کړي. د هنگري د صدراعظم اربان (Orban ) ویاند  زولتان کوواکس(Zoltan Kovacs) ویلي چې رد شوي پناه غوښتوونکي ازاد دي چې ټرانزیټ زون پریږدي او صربیا ته ور وګرځي. هغه زیاته کړې: (( دلته د هر چا لپاره وړیا خواړه نشته.))

د هنګري حکومت په ځانګړې توګه وروسته له هغې کډوالو سره سختي پیل کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې لویه شمیره کډوال د بیوزلۍ او جګړو له کبله اروپا ته راورسیدل. د اروپايي هیوادونو لخوا د کډوالو منل په ښکاره د نیوکې وړ و.ځکه چې دا د ترهګرۍ ګواښ ګڼل کیده. د دې  لپاره چې هیواد ته د کډوالو له داخلیدو څخه مخه ونیول شي، لومړي وزیر ویکتور اربان له صربیا سره په ګډ سرحد د دیوال (موانع) د ایجادولو حکم وکړ. همدارنګه یې پر هغو غیر دولتي ادارو ،چې د کډوالو ملاتړ کوي،  لوړې مالیې وضع کړې او یو بحث پاروونکی قانون یې را مخې ته کړ چې دې قانون په هیواد کې کډوالو ته مرستې برابرول جرم وګڼل .

د ښاغلي اربان،  فیډیز ګوند (Fidesz party) اوسمهال د اروپا په پارلمان کې د کډوالۍ ضد پیغامونو له لارې کمپاین کوي، د اروپا پارلماني انتخابات د ۲۰۱۹ کال په می کې ترسره کیږي.

TMP – 07/05/2019

عکس: په بوداپیست کې د کډوالو ضد کمپاین لوحه. Zoltan Galantai / Shutterstock