د سږ کال په لړ کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې تر ۹۰۰۰۰ ډېر ناقانونه کډوال نیول شوي دي
د ترکیې د انادولي خبري سرچینې د راپور له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړی ۹ میاشتو کې اردین ښار کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۹۰۰۰۰ قانونه کډوال نیولې دي.
د ترکیې په شمال لویدیځ کې اردین ښار د شمال له اړخه له بلغارستان او د لویدیځ له اړخه له یونان سره ګډه پوله لري.
هغه کډوال چې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې د اردین له لارې نیول شوي په ۲۰۱۶ کال کې له ۳۰۰۰۰ څخه په ۲۰۱۸ کال کې کابو ۷۵۰۰۰ ته لوړ شوي دي. داسې اټکل کېږي چې دغه شمېر به د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې ۱۱۰۰۰۰ کسانو ته لوړ شي.
اروپا ته دغه لار د کډوالو په منځ کې مشهوره ده او د اژې سیند په پرتله چې تر ټولو مرګونې لار ده، خوندي ګڼل کېږي.
د ۲۰۱۹ کال د جولای او سپټمبر میاشتو په منځ کې، د ترکیې ساحلي ساتونکو هغه ۲۵۵۰۰ کسان ونیول، چې له اژې سیند څخه د تېرېدو هڅه یې کوله. په داسې حال کې چې تر هغه یوازې درې میاشتې مخکې ۸۶۰۰ کسان نیول شوي وو.
که څه هم د دوبي میاشتو په لړ کې له اژې سیند د تېرېدو هڅو په شمېر کې ډېروالی عادي دی، خو سږ کال د یونان ټاپوګانو ته د تګ په شمېر کې د پام وړ پراخوالی رامنځ ته شوی دی.
اروپا ته د ناقانونه کډوالو له ننوتلو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د ۲۰۱۶ کال د هوکړې له لاسلیک کېدو راهیسې، په دوبي کې د یونان ټاپوګانو ته د کډوالو ورتګ په میاشت کې له ۲۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې بدلون کړی. په سپتمبر میاشت کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر کډوال یونان ته وردننه شوي دي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه نوې راستانه شوي یې افغانان دي.
که څه هم دغه کچه د هغو ۸۵۰۰۰۰ کډوالو په پرتله کمه ده، کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې له اژې سیند څخه تېر شوي، خو له دې لارې د تېرېدو وروستۍ زیاتوالی کیدای شي په ترکیه کې د افغانانو لپاره د فرصتونو په کموالي پورې تړاو ولري.
افغانستان کې د ناامنۍ په دوام سره، افغان کډوال په ترکیه کې د نېول شویو ناقانونه کډوالو ۴۴ سلنه جوړه وي.
ترکیې همداراز په تېرو دوه کلونو کې د افغانانو شړل ډېر کړي، د کډوالۍ د غوښتن لیکونو د څېړلو پړاونه ستونزمن او قانوني لارې یې کمې کړي دي.
د کډوالۍ خپلواک سلاکار ایززالګټاس وویل: ” دا د حیرانتیا خبره نه ده چې خلک ویني چې نور په ترکیه کې راتلوونکې نه لري.”
TMP – 11/11/2019
انځور له: شتر سټاک/ ډارک ډیمونډ ۶۷
د انځور عنوان: ۲۰۱۹ کال د اپریل ۳ مه، ترکیه – استانبول: د ژغورنې لپاره د حرکت په حال کې د ګزمې کښتۍ
دا مقاله شریکه کړي