یونان: د ناقانونه کډوالو د نوې راتګ د پېل کېدو په غبرګون کې به د کډوالو شړل چټک شي

یونان وايي: چې له خپل ګاونډ هېواد ترکيې څخه د ناقانونه کډوالو د وروستي ډېروالي په ځواب کې به،  د هغو کډوالو شړل ګړندي کړي،  کوم چې د پناه غوښتن لیک یې رد شوی وي.

د ٢٠١٩ کال د اګسټ په ٢٩ هغه ١٦ بېړۍ لسبوس ته ورسېدې چې ٦٥٠ ناقانونه کډوال یې لېږدول، چې له دې ډلې ١٣ بېړۍ له یوې ګړۍ په کمه موده کې د یونان دې ټاپو ته ورسېدې .

راپورونه وايي: چې یونان ته نوې رسېدلې ډېری دغه کډوال، افغان کورنۍ دي.        

یونان کې د UNHCR ویاند بوریس چشیرکوف په دې اړه رویټرز خبري سرچینې ته ویلي: ” دې کړنې موږ حیران کړو. موږ له ٢٠١٦ کال راهېسې په دې کچه هم مهاله راتګ نه دی لېدلی. “

  د یونان دولت ویلي: چې د ناټو او Frontex په نوم سرحدي ګزمې په همکارۍ خپلې پولې پیاوړې کوي . همدارنګه په ټول هېواد کې د پولیسو ګزمې پیاوړې کېږي، څو هغه کډوال وپېژني چې غوښتنه يې رد شوې، خو لاهم په دې هېواد کې پاتې دي.  د پناه غوښتې بهیر به چټک شي.

دولت ویلي: چې غواړي د دې بهیر د استیناف غوښتنې پړاو له منځه یوسي او متقاضیان په نیغ ډول ترکيې او یا د دوی مبدا هېواد ته ستانه کړي.

د کډوالو د سیاست په چارو کې د یونان اوسېدونکو د سانتې وزارت مرستیال جورجوس کوموټساکوس، دولتي ټلوېزیون ته ويلي: ” د کډوالو بهیر باید په چټک ډول ترسره شي، څو هغه کسان وپېژندل شي چې حق لري ترې نړۍوال ملاتړ وشياو زموږ لپاره هم روښانه شي څو پوه شو چې کوم کس باید یونان کې پاتې نه شي. ”        

ډیپلماتیکو سرچینو رویټرز ته ویلي: د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس ډندیاس، د ترکيې سفیر یې رابللی او له یاد هېواد څخه یونان ته يې د ډېرو ناقانونه کډوالو د راتګ له امله خپله ژوره ناخوښي څرګنده کړې.            

د ترکیې سفیر په ځواب کې یې ویلي : چې هېواد یې د اروپایي ټولنې او ترکيې ترمنځ په شوې هوکړې ولاړ دی او په تړاو يې سیاست کې بدولون نه دی رامنځ ته شوی.

د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو ورتګ، ٢٠١٥ کال کې له یو میلیونه د ډېرو ناقانونه کډوالو په ورتګ سره خورا ډېر شو . د ٢٠١٦ کال په مارچ کې اروپایي ټولنې له ترکیې سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې موخه یې د ۳ میلیارد یورو مرستې په بدل کې له ترکیې اورپا ته د ناقانونه کډوالو د جریان مدیریت  او نور شرایط وو.

د وړي په لړ کې د ترکيې ساحلي ساتونکو هم سمندر کې خپلې ګزمې پراخې کړې. ویل کیږي سږکال ساحلي ساتونکو نږدې ١٧٠٠٠ ناقانونه کډوال نیولي. کډوال د ټولې اسیا او افریقې له بېلابېلو ملیتونو دي.    

TMP – 05/09/2019

Photo credit: Nicolas Economou/Shutterstock

Photo caption: د موریا کډوالو د پنډغالي هوايي لید ،  ٢٠١٨ کال د جولای ١١یونان، د لېسبوس ټاپو