بوسنیايي چارواکي: د کرواسیا پولیسو ۱۸ کډوال ډبولي او بېرته له پولې ها خوا شړلي دي
د راډیو سرایوو خبري سرچینې او د بوسنیا کلیکس خبري سرچینې د راپورونو له مخې: داسې ادعاوې شتون لري چې د کرواسیا پولیسو ۱۸ ناقانونه کډوال وهلي او بېرته یې بوسنیا شړلې دي.
په دغو خبرونو کې ویل شوي، چې د بوسنیا ګرځنډه ګزمه شاهد وه چې د ۲۰۱۹ کال د ا ګسټ په ۶ مه د کرواسیا پولیسو د کډوالو یوه ډله یې ولیکا کلادوسا ته نیږدې بوسنیا ته شړلې دي. ۱۸ ناقانونه کډوال چې ۱۴ یې د پاکستان او ۴ نور یې د عراق اوسېدونکي دي، یوه سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي. داکټرانو ویلي: چې ۶ ناقانونه کډوال په لاس، اوږو او پښو کې ژوبل شوي دي.
یو شمېر ناقانونه کډوالو خبري سرچینو ته ویلي: چې د کرواسیا پولیسو دوی وهلي او ډبولي دي. د دوی ګرځنده ټیلفونونه یې تر اخېستي او بوسینا کې د پولې دې خوا راشړلې دي.
له ۲۰۱۸ کال راهېسې تر ۴۰۰۰۰ ډېر قانونه کډوال، لویدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه بوسنیا ته وردننه شوي. هلته د رسېدو لپاره باید له کرواسیا یا صربستان او اسلوونیا یا هنګري تېر شئ. په همدې لړ کې هنګري، اسلوونیا او کرواسیا د کډوالو د مخنیوي لپاره چټک غبرګون ښودلی او ډېر خنډونه یې رامنځ ته کړي او زرګونه کسان د بیهاک، او ولیکا کلادوسا په څېر ښارونو کې ایسار پاتې دي.
د کرواسیا پولیسو اعلام کړی، چې د ۱۸ ناقانونه کډوالو پرضد یې له زور زیاتي ګټه نه ده پورته کړې. په هغه وینا کې چې د کرواسیا پولیسو لخوا خپره شوې ویل شوي دي:” دغو کډوالو ته هیڅ د لیدلو وړ زیان نه دی اوښتی او هیڅ یوه یې د روغتیايي مرستې غوښتنه نه ده کړې.” پولیسو ویلي: کورنیو چارو وزارت دغه ادعاوې څیړي.
په تېر یوه کال کې د بشري حقونو سازمانونو د کرواسیا په چارواکو د پرله پسې ډبولو، د توکو د غلا او بوسنیا ته د کډوالو د شړلو له امله نیوکې کړي، خو دوی تل د تاوتریخوالي او ناسمې ګټې اخېستې په اړه ټولې ادعاوې رد کړي دي.
د بشري حقونو په څار بنسټ کې د بالکان او اروپايي ټولنې لوړ پوړي څیړونکي کیدیا ګال، له “گارډین” انګلیسي خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي: ” زاگرب او د اورپايي ټولنې بنسټونه نور د کرواسیا نفرت لرونکي سرحدي سیاستونه نشي زغملی“. ” که زرګونه نه وي ، خو د کرواسیا پوله ساتونکو چارواکو لخوا له سلګونه کډوالو او پناه غوښتونکو سره ناسم چلند شوې او د زیان د جبران کولو او عدالت مستحق دي.
د ګارډین راپور زیاته کړي: کرواسیا غواړي، ځان د پیاوړې او پوله ساتونکي شریک په توګه معرفي کړي ځکه چې یاد هېواد د شینګن سرحدي ازاد زون کې د شاملېدو په لټه کې دی.
TMP – 29/08/2019
Photo credit: Ajdin Kamber / Shutterstock.com
Photo caption: ولیکا کلادوسا، د ۲۰۱۸ کال د جولای ۸ مه ـ هغه کډوال ښیې چې د کډوالو په یوه پنډغالي کې یې د ګرځنده ټیلفون ښیښه ماتې شوې ده. کډوال د کرواسیا پولیسو د تاوتریخوالي او ډبولو له امله سرټکوي.
دا مقاله شریکه کړي