د یونان د پناه غوښتنې نوې قانون د بشري حقونو ټولنه اندیښمنه کړې ده

د یونان حکومت لخوا د پناه غوښتنې نوې تصویب شوې قانون، د بشري حقونو سازمانونو ترمنځ اندیښنې رامنځ ته کړي دي او دغه سازمانونه وايي: دغه لایحه به له پناه غوښتونکو ملاتړ محدود او ان له ګواښ سره به یې مخ کړي.

د یونان د وروستي ټاکل شوې محافظه کاره حکومت په خبره، دغه قانون په ډېرې چټکۍ او اغیزمنتیا سره، د پناه غوښتنې له چاڼ سره مرسته کوي.

د بشري حقونو سازمانونه په دې باور دي، که څه هم د یونان د پناه غوښتنې سیسټم بدلون ته اړتیا لري، خو دغه لایحه کولای شي، د هغو لسګونه زره افغان، عراقي او سوري کډوالو پر دوسیو ناسم اغیز وکړي کوم چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي.

دغه لایحه کولای شي، د پناه غوښتنونکو نېول کېدا اسانه کړي، د عادلانه کډوالۍ پړاونه محدود، کډوالو ته د کار کولو حق محدود او همدارنګه د رد شویو غوښتن لیکونو د بیا کتنې حق ترې واخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (UNHCR) په وینا، دغه قانون پناه غوښتونکو باندې ډېر فشار راوړي او د مجازاتو په اقداماتو تمرکز کوي.

دغه قانون سخت شرایط وړاندې کوي، چې له یوه پناه غوښتونکي یې نشو کولای په منطقي ډول تمه ولرو.”

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د یونان څېړونکی اوا کوزه هم په دې په دې تړاو اندیښمن دی: ” دا مسوده د ناقانونه راتګ د ډېروالي په غبرګون کې خوندیتوب ته د لاسرسي او د شړل شویو د زیاتوالي د مخنیوي ښکاره هڅه ده. “

کوزه زیاته کړه: “د یونان حکومت باید د دې پر ځای د بشر دوستانه ناورین حل ته لومړیتوب ورکړي چې له ترکیې سره د پناه غوښتونکو لپاره ژوره او بې عیبه معامله رامنځ ته کړي او د عادلانه او اغېزمنې پناه غوښتنې بهیر تضمین کړي. “

دغه ۲۳۷ پاڼه ییزه لایحه تر شپږ ورځنۍ عامه سلامشورې وروسته، د اکټوبر په ۲۱ پارلمان ته معرفي شوه. د یونان د ملکي خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچوییډیس، پارلمان ته وویل: ” چې وخت زموږ په ګټه نه دی ” او  ” او کښتۍ له اژې سیند څخه راځي او هره ورځ په شمېر کې یې ډېروالی رامنځ ته کېږي. “

په یونان شورا کې الكسانډروس کنسټانټینوکډوالو ته وویل: ” په ټاپوګانو کې د ناورین حل کېد لپاره دوه لارې شتون لري. یو د سیسټم پیاوړتیا، د  لوړ سټندرد خوندیتوب سربېره، د سیسټم له لارې د خلکو چټک حرکت او ډېر ظرفیت… او بله لار دا چې خلک د ګټې اخېستنې او د پناه غوښتنې له امکاناتو بې برخې کړو… دې قانون په روښانه ډول دویمه ټاکنه غوره کړي.”

یونان د سږ کال په دوبي کې د ګڼ شمېر کډوالو د ورتګ لېدونکی وو، د یاد هېواد نوې محافظه کاره دولت د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې د ۱۰۰۰۰ کډوالو د شړلو په ګډون، د کډوالو په مسایلو پورې اړوند پیاوړی دریځ غوره کړی دی.

TMP – 13/11/2-19

انځور له: وروریدیس واسیلیس/شتر سټاک

د انځور عنوان: ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲یونان، ټسالونیکي : پناه غوښتونکي او کډوال د موریا، لسوس ټاپو د پناه غوښتونکو له پندغالو تر لېږد وروسته د ټسالونیکي بندر ته ځي.