د یونان پولیسو د سلګونه اعتراض کونکو ماشومانو د پاشلو لپاره، له اوښکې بهونکي ګاز څخه استفاده وکړه
په یونان کې د کډوالو په کمپ کې راټولو شوي سلګونه معترض ماشومان د پولیسو له لوري په اوښکې بهونکي ګاز باندې سره وپاشل شول.
د ایالتي خبري اژانس (ANA) د راپور پر بنسټ، په موریا کمپ کې ۳۰۰ کم عمره ماشومانو اعتراض وکړ او اصلي جزېرې ته د لېږد غوښتنه یې کوله. دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه، چې اصلي جزېرې ته د کډوالو د لېږد بهیر په ۱۴۰۰ نفرو سره پای ته ورسېد، چې ډېری پکې افغان کورنۍ وو.
دا لېږد، یونان ته په اګسټ کې د ډېرو ناقانونه کډوالو د ورتګ او د نفوس د ډېرېدو په غبرګون کې ترسره شو.
له همدې سره، هغه کډوال چې اصلي ځای ته لېږدول شوي وایي، یوازې د ژوند شرایط ورته بدتر شوي؛ فرانسې خبرې اژانس ته یو شل کلن افغان د لسبوس کمپ ته په اشارې ویلي: “موږ موریا د ښه ژوند په هیله پرېښوده، خو دلته هرڅه ډېر په خرابه تمام شول.”
په ورستیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانان له لسبوس څخه اصلي جزېرې ته لېږدول شوي. ځیني له دوی څخه د تسالونکي بندر لوی ښا ر ته څېرمه، نیکاولا کمپ ته لېږدول شوي، چې تازه ورغلي کسان وایي، چې په دغه کمپ کې د اړتیا وړ امکانات لکه خېمه، اوبه او برق شتون نه لري.
فرانسې خبرې اژانس ته محمد نور وویل: ” موږ فکر کاوه، چې موریا تر ټولو بدترین ځای دی، چې موږ په کې اوسو، هغوی موږ ته وویل، چې دا یوازې لنډمهاله تمځای دی؛ خو موږ دا دوه ورځې دلته اوسېږو او شرایط هېڅ ښه نه دي.”
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د ناقانونه کډوالو په ډېرېدو سره، لسبوس د روان کال د اګسټ تر میاشتي ۱۱۰۰۰ نفره ځای کړي، په داسې حال کې چې په دغه جزېره کې د موریا کمپ یوازې د ۳۰۰۰ نفرو ځای لري.
یونان اوس مهال له ۷۰۰۰۰ څخه ډېرو ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی. دغه هېواد د ډېرو ناقانونه کډوالو د ورتلو په غبرګون کې د اخراج بهیر د چټک کېدو خبر ورکړی.
TMP – 25/09/2019
Photo credit: Ververidis Vasilis / Shutterstock.com
Photo caption: تسالونیکي، یونان، ۲۰۱۹ – اپریل ۵ : د کډوالو له کمپ څخه بهر د یونان په دیاوتا کې، د بغاوت ضد پولیسو سره د کډوالو شخړه
دا مقاله شریکه کړي