د یونان ټاپوګانو ته نږدې ۵۰۰ نور کډوال ونیول شول
د یوناني چارواکو په خبره: د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په ۱۶ او ۱۷ مه، د یونان ټاپوګانو او شاوخوا کې یې کابو ۴۷۴ کډوال ونیول شول.
اوس مهال په اژې سیند کې د یونان ټاپوګانې، د هغو ګڼ شمېر ګډوالو کوربه دي چې له ترکیې رادننه کېږي. دمګړۍ حکومت په ټاپوګانو کې تر ۳۱۰۰۰ ډېرو کډوالو د کوربتوب ریکارډ لري.
د یونان پنډغالو کې د وګړو ګڼه ګوڼه په یو جدي ګواښ بدله شوې. د موریا ټاپو پندغالي کې تر ۱۳۰۰۰ ډېر ګډوال ساتل کېږي، په داسې حال کې چې دغه پندغالی، یوازې د ۳۰۰۰ کسانو د ساتنې وړتیا لري. بشر دوستانه سازمانونو په موریا پنډغالي کې د ژوند د نا مناسبو شرایطو له امله نیوکه کړي.
د یونان حکومت په دې وروستیو کې د کډوالو له راتګ څخه سره د مخنیوي او له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو کې د دوي د کموالي لپاره اقدام وکړ. ګڼ شمېر کډوال د ټاپو له پنډغالو د یونان اصلي سیمو ته لېږدول کېږي.
یونان همدارنګه یاد هېواد کې د کډوالو د دوسیو څېړنه چټکه کړي او د څېړنې په بهیر کې د بیا کتنې پړاو یې له منځه وړی او غوښتونکي په نېغ ډول ترکیې او یا د دوي مبدا هېواد ته استوي او همدارنګه د ۲۰۲۰ کال تر پاې پورې د کابو ۱۰۰۰۰ کډوالو د شړلو کړنلاره یې جوړه کړي.
یونان له اروپايي ټولنې او ترکیې غوښتي، چې له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو کې د کموالي په موخه، لا هڅې وکړي. د اروپايي ټولنې د چارواکو په خبره، اوس مهال د دې ستونزې حل کېدا یو لومړېتوب ګڼل کېږي.
۲۰۱۹ کال کې د اروپايي ټولنې نورو سوېلي هېوادونو هم، د کډوالو ستره برخه منلې. اسپانیې کابو ۳۰۰۰۰ کډوال منلي دي. تر اسپانیې وروسته، ایټالیا شاوخوا ۸۰۰۰، مالټا شاوخوا ۱۶۰۰ او قبرس کابو ۸۰۰ کډوال منلي دي.
په ګڼ شمېر اروپايي دولتونو د کډوالو د ځای پر ځای کولو د څرنګوالي له امله، سختې نیوکې شوي.
فرانسه او ایټالیا، اروپايي ټولنې کې د کډوالو د وېشنې لپاره د اتوماتیک سیسټم غوښتنه کوي، چې د هیوادونود منلو مسوولیت کموي. په دې کړنه کې د هغو هېوادونو لپاره سزا شامله ده، چې د کډوالو له منلو ډډه کوي.
TMP – 29/10/2019
شټرسټاک/ نیکولاس اکونومو : انځور له
د انځور عنوان:
۲۰۱۵ کال د اکټوبر ۲۹ – یونان د لسبوس ټاپو- له جګړې د تېښتې په حال کې سوري کډوال، مولیوس لیسبوس ته نږدې له هغو اوبو د بېړۍ پرمټ د ترکیې له لارې یونان ته وردننه کېږي، چې اوبه یې ډېرې یخې دي.
دا مقاله شریکه کړي