بلغاریا د جنوبي سرحدونو کنټرول ټینګوي

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر ملاډین مارینوف(Mladen Marinov) اعلان وکړ چې په جنوب کې له یونان سره ګډ سرحد به د ناقانونه کډوالو د جریان د مخنیوي په خاطر  ټینګ شي. دا اعلان د یونان د ټیسالونیکي له ښار څخه مقدونیې ته د کډوالو د بهیر په غبرګون کې وشو، د کډوالو د جریان لامل هغه اواز وه چې ګوندې بندر د تیریدلو لپاره پرانیستل شوی. دا کار د یونان پولیسو او  کډوالو تر منځ د نښتې لامل شو.

د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۸مه، د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بوریسوف(Boyko Borisov) د کورنیو چارو، دفاع وزیر او د پوځ له مشر سره ناسته وکړه. له ناستې وروسته دفاع وزیر کراسیمیر کاراکوچانوف(Krassimir Karakachanov) ویلي دي چې حالت تر کنټرول لاندې دي، خو امنیتي ځواکونه چمتو دي چې ۳۰۰۰ اضافي پرسونل له یونان سره جنوبي سرحد ته ور ولیږي.

مارینوف زیاته کړې: (( موږ هلته اضافي تجهیزات لیږلي،لکه عکس اخیستوونکي کیمرې، د شپې لیدونکي وسایل، ویډیوي نظارت، ګرځنده ګزمې، نو موږ کولای شو چې په چټکۍ سره له بندر څخه د تیریدو کوښښونه شنډ کړو او په عاجله توګه د یونان له مقاماتو سره اړیکه ونیسو چې هغه کسان ودروي کوم چې په ناقانونه توګه زموږ خاورې ته را اوړي. ))

په یونان کې له ۷۰۰۰۰ ډیر کډوال دي، چې ډیری یې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ،وروسته له دې چې د ترکیې او اروپا ترمنځ د کډوالو د جریان د بندیدو لپاره تړون وشو، هلته پاتې دي. د دې تړون له مخې، یونان به د ټولو ناقانونه کډوالو پروسه بشپړوي او بیرته به دوی (کډوال) ترکیې ته راګرځوي. د کډوالو لویه شمیره، د سرچینو د کمښت له کبله، تر هغې هلته ایسار پاتي کیږي چې اسناد یې څیړل شوي نه وي.

مارینوف ویلي چې د هغو کسانو شمیره ،چې له یونان څخه بلغاریا ته د داخلیدو هڅې کوي، د ۲۰۱۷ کال په پرتله، شپږ ځلې لوړه شوې ده.هغه زیاته کړې چې د دې کډوالو ۴۱٪ افغانان او ۳۰ ٪ نور یې بیا د عراق دي. د ترکیې د سرحد په پرتله له یونان سره سرحد په پراخه کچه حکومت ته ګواښ ښکاري؛ دا ځکه چې د بلغاریا او ترکیې ځمکني سرحد څخه ۲۷۴ کیلومترو په واټن اغزن سیم راتاو شوی.

د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې بلغاریا د اروپايي ټولنې له ګڼو هیوادونو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د تړون په ردولو کې یو ځای شوه. بلغاریا همدارنګه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دې تړون د تصویب په اړه د راتلونکې رایه اچونې پرېکړه رد کړه.

TMP – 21/04/2019

عکس اخیستوونکی:

جولای ۱۹۷۸ / Shutterstock

د کډوالو او پناه غوښتوونکیو د مخنیوي لپاره په بلغاریا کې کټارې او اغزن سیم. اکتوبر ۱۳، ۲۰۱۵