په یونان کې ټرافیکي پېښې له کډوالو ژوند واخیست

نږدې لس کډوال او انساني قاچاقبر د اکتوبر په ۱۳مه، د یونان په ختیځ کې هغه وخت ووژل شول چې د سورلۍ تیز رفتاره موټر یې له یوې لارۍ سره وجنګیده. پولیسو ویلي چې دا پېښه سهار شاوخوا پنځه بجې کوالا ښار ته نږدې رامنځ ته شوه.

د ګڼو راپورونو په حواله، دا کډوال له ترکیې څخه یونان ته را اوښتي وو او د ټیسالونیکي (Thessaloniki) ښار په طرف روان وو.

د یونان پولیسو ویلي چې د ټکر په مهال  انسان قاچاقبر موټر چلوه او د پولیسو لخوا د ودریدو امر یې ونه منه. شیبه وروسته دا تیز رفتاره موټر له یوې لارۍ سره ،چې له مقابل لورې را روانه وه، ټکر شو. دواړو موټرو اور واخیست؛ کډوال او قاچاقبر په سوزیدونکي موټر کې بند پاتې شول.

د لارۍ چلوونکی ۳۹ کلن یونانی، یواځنی سړی و چې له دې خونړۍ پیښې خوندي ووت. هغه وروسته له پانسمانه له روغتونه رخصت شو.

د اور وژنې یوه ځايي کارکوونکي خبریالانو ته ویلي چې له قربانیانو څخه یو یې ماشوم و او نږدې درې څلور تنه د موټر په ټول بکس کې پټ شوي وو.

د روان کال له پیل راهیسې، له ترکیې څه د ځمکې له لارې یونان ته د را رسیدونکیو کډوالو شمیره لوړه شوې. د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له (۱۰۰۰۰) ډیر  کډوال د یونان – ترکیې، له بندرونو د ایروس سیند(Evros River) په سیمه کې یونان ته را اوښتي.

د اکتوبر په لسمه، د یونان پولیسو سیند ته نږدې د دوه میرمنو او یوې نجلۍ جسدونه پیدا کړل، فکر کیده چې دا به کډوال وي . د پولیسو په حواله، دا قربانیان د شمالي افریقا، منځني ختیځ او یا د آسیا خلک ښکاریدل.

څیړونکي پولیس پاولس پالیددس (Pavlos Pavlidis) اسوشیټیډ پریس ته ويلي: (( دا یو ښکاره جنايي عمل دی. دوی لاس تړلي موندل شوي. هر جسد له بله دوه یا درې متره لرې و. د دوی مرۍ پرې شوې وې. ))

TMP – 09/11/2018