د ترکیې او یونان ترمنځ په سمندر کې ۳۳۰ ناقانونه کډوال ودرول شول
ترکي چارواکي وايي: چې دوی هغه ۳۳۰ ناقانونه کډوال نېولې، کوم چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۱۷ او ۱۸ نیټه یې غوښتل د یونان له لېسبوس ټاپو تېر شي.
په لویدیځ اکانکاکلي کې د کشیکوکووي سیمې ساحلي ځواکونو ویلي: چې دې هېواد د هغو ناقانونه کډوالو د نېولو لپاره ٧ عملیات تر سره کړي، چې هڅه یې کوله له دې لارې تېر شي.
ویل کېږي دغه کډوال د افغانستان، سوریې، ایران او عراق اوسېدونکي دي. د اژې سمندر چې ترکیه له یونانه جلا کوي، په اګسټ میاشت کې د ګڼ شمېر ناقانونه کډوالو د ورتګ لېدونکی و. د ترکيې ساحلي ساتونکي ویلي: چې د ٢٠١٩ کال د اګسټ له ١٠ تر ١٨نیټې پورې یې نږدې ٧٠٠ کسان يې درولي دي.
راپورونه کاږي چې دغه ناقانونه کډوال اروپا کې یونان ته د رسېدو لپاره چې یوازې څو کیلومټره له ترکیې واټن لري، له هغو بېړیو ګټه پورته کوي چې کوچینۍ دي او ډاډمنې نه دي.
پر دې ګواښمنو سفرونو چې د قاچاق وړونکو لخوا د بېړیو پرمټ ترسره کېږي، معمولا پرې په زرګونه ډالره لګښت راځي. ګڼ شمېر هم په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) د شمېرو له مخې: د ۲۰۱۹ کال د اګسټ تر ۲۲ مې نیټې پورې، په ټولیز ډول ۸۵۹ کسانو په مدیترانې سیند کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ملګرو ملتونو لخوا د راټول کړای شویو معلوماتو له مخې: ۲۰۱۵ کال کې د مدیترانیې له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو ورتګ تر یو میلیون ډېر وو ، خو په ۲۰۱۷ کال کې 172.301 کسانو ته راټیت شوی دی.
دغه شمیر د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د اروپايي ټولنې او ترکیې تر هوکړې وروسته په چټکۍ سره راټیټ شو ، چې موخه یې د ۳ میلیارد یورو مرستې او نورو شرایطو په بدل کې له ترکیې څخه اروپا ته د ناقانونه کډوالو بهیر اداره کول دي.
د پولو له جدي څارې سره سره بیا هم په زرګونه کسان د ګواښمن او ډېر لګښت لرونکي سفر په هڅه کې دي.
ترکیه د ناقانونه کډوالو لپاره اصلي ترانزیټ هېواد بلل کېږي چې دوي غواړي له دې هیواده د ګټې اخېستنې په لړ کې ځان اروپا ته ورسوي.
تراوسه روښانه شوې نه ده، د ساحلي ساتونکو لخوا له نېول شویو کډوالو سره به څه ډول چلند وشي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړي، چې یوازې ۲۰۱۹ کال کې ټول هېواد کې یې ۱۶۵۰۰۰ ناقانونه کډوال نېولې دي، چې له ډلې نږدې ۱۷۰۰۰ کسان د ساحلي ساتونکو لخوا نېول شوي دي. نېول شوې ناقانونه کډوال اسیا او اروپا کې له بېلابیلو ملیتونو دي.
تېر کال هم د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې وه، چې ۲۶۰۰۰ ناقانونه کډوال یې نېولې دي. زرګونه دغه کسان د افغانستان اوسېدونکي وو، چې کابل ته راوشړل شول.
TMP – 09/09/2019
Photo credit: Orlok/Shutterstock
Photo caption: ترکیه، چانککاله، ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۴ مه ـ د ترکیې ساحلي ساتونکي په اژه سمندر کې د هغو کډوالو مخه نیسي، چې غواړي یونان ته ولاړ شي.
دا مقاله شریکه کړي