“تېرېږې او یا وژل کېږې”: د فرانسې په “کاله” کې کډوال انګلستان ته د رسېدو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي
د فرانسې په بندري ښار یعنې کاله کې کډوال وايي: د پولیسو دوام لرونکی شتون، د هوا د تودوښې کموالی او د ژوند شرایطو کړکیچن کېدو دوی اړ کوي، چې انګلستان ته د رسېدو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د اریتره اوسېدونکی یو ٣٤ کډوال وايي:”تر دوه کلونو وروسته زه له اریترې دلته ورسېدم او پنځه یا شپږ میاشتې کېږي چې په کاله ښار کې ژوند کوم او دلته د ژوند کولو شرایط ډېر ستونزمن دي”.” تېرېږې او یا وژل کېږې، موږ په رېښتیا بله لار نه لرو.”
کاله ښار کې یو بل ١٥ کلن افغان کډوال په یاد ښار کې د ناسمو شرایطو له امله هڅه کوي چې د لارۍ موټر تر شا، ځان انګلستان ته ورسوي.
نوموړي وویل:”زه د شپې لخوا هڅه کوم چې د لارۍ موټرو تر شا سپور شم. فکر کوم چې ٢٠ ځلې مې هڅه کړي څو د لارۍ پرمټ بریټانیې ته ولاړ شم. هر ځل پولیسو زه موندلی یم او وروسته یې د یوې ورځې لپاره بندخونې ته لېږدولی یم.”
دې ځوان کډوال وویل:” د دې ځای شرایط ډېر وحشتناک دي، تاسې باید یوازې دغه ځای وګوری څو متوجه شی، په رېښتیا اړینه نه ده چې زه هغه تاسو ته بیان کړم.”
“موږ تر دې وړاندې دلته په ځنګلونو کې ویده کېدو، خو هلته مو د ناامنۍ احساس کاوه، له همدې امله اوس د ریل ګاډي تر څنګ ویده کېږو. موږ یو کوچنۍ اور روښانه کوو څو تود شو او دلته خپل پخلۍ وکړو.”
یو ٢٤ کلن کُرد عراقی کډوال هم، له پولیسو سره د ستونزو له امله هره ورځ هڅه کوي چې له لارۍ د ګټې اخېستې په لړ کې کاله ښار خوشې کړي.
نوموړي وویل:”هره ورځ یو ډول ده. زه له خوبه پاسم او خورم، ځینې وخت شونې ده د فوټبال لوبه وکړم او له هغه وروسته تر مازدیګر هڅه کوم، څو په لارۍ یا بېړۍ کې سپور شم. که موکه شتون و نه لري، بېرته ستنېږم، ویده کېږم او وروسته بېرته هڅه کوم.”
د یخچال او فریزر لارۍ تر شا سفر ډېر بې خونده دی. په اکټوبر میاشت کې د ٣٩ ویتنامي کډوالو جسدونه په”اسکس” کې د یخچال او فریزر په لارۍ کې وموندل شول.
دغو کسانو انګلستان ته د رسېدو په هڅه کې لارۍ کې د یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په دې وروستیو کې اسپانیې کې یو قاچاق وړونکی، د یوه کال په موده کې یخچالي لاریو کې د کابو ١٠٠کډوالو د لېږد له امله، په څلور کاله بند محکوم شو.
له دې سره سره، لاهم ګڼ شمېر خلک د وژونکو او ګواښمنو لارو پرمټ اورپا ته د رسېدو لپاره غیر قانونی سفرونو ته دوام ورکوي.
TMP – 04/12/2019
Photo credit: ادوارد کراوفورد/ شتر ستاک
Photo caption: 01/03/19 د فرانسې په کاله کې یوه لارۍ خوندي سیمې ته وردننه کېږي.
دا مقاله شریکه کړي