د ناقانونه کډوالو تر ټولو ستره ډله، له انګلیس کانال د تېرېدو په مهال ودرول شوه

د انګلستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۰ مه د ناقانونه کډوالو هغه ۸۶ کسیزه ډله ودرول شوه، چې غوښتل یې بریټانیې ته د رسېدو په هڅه کې له انګلیس کاناله تېر شي. دا په یوه ورځ کې د ناقانونه کډوالو د ورتګ تر ټولو ستر شمېر بلل کېږي.

د سهار په لومړیو شېبو کې د بریټانیې پوله ساتونکو ځواکونو په ډاګه کړه، چې هغو دوه بېړیو ته یې ګواښ وکړ، چې د انګستان ساحل په لوري، د سفر په حال کې وې.

په دې بېړۍ کې ټول دغه ۲۳ ناقانونه سپاره کډوال داور بندر کې د روغتیايي معایناتو لپاره، یوه څېړونکي مرکز ته ولېږدول شول.

ویل کېږي دغه ناقانونه کډوال د افغانستان، ایران، پاکستان او فلیپین اوسېدونکي دي. غرمه مهال دوه نور کښتۍ ودرول شوې، خو دا ځل په دغو بېړیو کې د ایران، عراق، ایتوپیا او ویتنام ۴۱ ناقانونه کډوال سپاره وو.

په ورته وخت کې، چارواکو د دوه نورو کښتیو له درول کېدو هم خبر ورکړ، دغو بېړیو ناقانونه کډوال ساحل ته رسولي وو. په ټولیز ډول دغو دوه بېړیو کې ۲۲ کسان سپاره وو، چې د پولیسو لخوا ونېول شول.

انګلستان ناقانونه کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د ګواښونو له امله د کانال(چینل) څخه له تېرېدو ډډه وکړي. په وروستیو اوونیو کې د یوې ایرانۍ ښځې او یوه عراقي سړي په ګډون لږ تر لږه دوه کډوالو له دې کانال څخه د تېرېدو په مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بریټانیې د کورنیو چارو وزیر(پرې پاټل) ویلي: ” زه اجازه نه ورکوم، چې د جنایت کوونکو قاچاق وړونکو بې رحمه ډلې، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. له همدې امله زه د کورنیو چارو وزیر په توګه هر هغه کار تر سره کوم، له دغو لارو د ناقانونه تېرېدو مخنیوی وکړم. “

موږ له خپلو فرانسوري همکارانو سره له ډېر نږدې کار کوو څو وکولای شو، چې د کوچنیو کښتیو له ګټې اخېستنې مخنیوی وکړو. موږ دواړو هوکړه وکړه، چې باید لا ګامونه اوچت کړو.”

اګسټ میاشت کې (پاټل) له خپل فرانسوي سیال سره لېده کاته وکړه، څو دواړه لوري د کوچینو کښتیو له تګ راتګه د مخنیوي لپاره، د عملي ګامونو په باب خبرې وکړي.

د ټلګراف سرچینې د راپور له مخې: سږ کال د انګلستان پوله ساتونکو پولیسو تر ۱۲۰۰ ډېر قانونه کډوال نېولي دي.  د دوي له ۵۰۰ ډېر کسان یې، د جون او اګسټ د وړي میاشتو په منځ کې انګلستان ته وردننه شوې وو.

TMP – 20/09/2019

Photo credit: Susan Pilcher/Shutterstock

Photo caption: ۲۰۱۹ د فبروری ۲۴ ـ  انګلستان ـ فولک سټون، کنت: د بریټانیې پوله ساتونکې کښتۍ، ساحل ته د کډوالو د راوستلو لپاره په عملیاتو کې تر ګډون وروسته، بېرته فولک سټون بندر ته راستانه شوې.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ