د یونان د کډوالو په مرکز کې تر خونړۍ اورلګېدنې وروسته د یوې افغان ښځې جسد موندل شو.
د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۹ مه د یونان د لسبوس ټاپو د موریا له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالي کې تر مرګونې اورلګېدنې وروسته، د یوې ناقانونه افغان کډوالې د جسد پاتې شونې وموندل شول. هغه اولګېدنه چې د اور وژنې الوتکې پرمټ ودرل شوه.
چارواکي وايي: چې دغه ګواښمنه اورلګېدنه په دې پنډغالي کې د میشتو وګړو د بلوا لامل شوې. د یونان اوسېدونکو د ساتنې وزیر مرستیال“لفټریس اِکونومایو” په دې اړه وویل: ” د یوې کډوالې جسد وموندل شو او د بهرنیو کډوالو د بلوا لامل شو.” ” قهرجنو کډوالو د پولیس په لوري ډبرې او نور توکي ګذار کړل، چې د دې کړنې له امله د اوروژنې درې موټرو ته زیان واوښت او څلور پولیس او د اوروژنې یو کار کوونکی ژوبل شو. “
په ټولیز ډول د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان ژوبل شول چې ډیری دغو کسانو تر نښتې وروسته زیان ولید. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو(UNHCR) د یو راپور له مخې: له افغان مېرمنې سره یو ماشوم هم وژل شوی.
د سیمه ییزو پولیسو قومندان“واسیلیس رودوپولوس” د اورلګېدنې په پایله کې د رامنځ ته شوې لانجې په تړاو وویل: ” حالات له کنټروله وتلي وو. ” ” د دوی چلند ډېر سخت وو، دوی اجازه نه ورکوله چې د اوروژنې موټر تېر شي څو اور ووژني او د لومړي ځل لپاره یې نارې وهلې چې پولیس ووژنئ. “
د بې پوله ډاکټرانو سازمان ویلي: چې دغې اورلګېدنې د پنډغالي د اوسېدونکو په منځ کې ورځ تر بلې د ناهیلې ښودنه کوله. د بې پوله ډاګټرانو سازمان یوه کارکوونکي ډاکټر“مارکو ساندرون“ وویل: دغه غمېزه د یوه بې رحمه سیاست په نیغ ډول پایله ده، چې د ۳۰۰۰ کسانو لپاره په جوړ شوې پنډغالي کې ۱۳۰۰۰ کسان ساتل کېږي.
اوس مهال یونان د ۸۵۰۰۰ ناقانونه کډوالو کوربه دی، چې ډېری دغه کسان له ۲۰۱۵ کال راهېسې له ترکیې تېر شوي. د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په لومړی د کابینې د سې شنبې ورځې تر غونډې وروسته، د یونان دولت په ډاګه کړه، چې غواړي د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې ۱۰۰۰۰ کډوال ترکیې ته وشړي.
دغه کړنه د دې هېواد په سیاست کې د بدلون رامنځ ته کېدو ښودنه کوي، ځکه محافظه کار لومړی وزیر میټسوتاکیس په یونان کې د کډوالو د وضعیت په تړاو کلک دریځ غوره کړی. د اتن حکومت په یوې وینا کې وویل: چې دغه ۱۰۰۰۰ کسان د هغو ۱۸۰۵ شړل شویو کسانو په پرتله ډېر لوړ شمېر دی، کوم چې په تېرو ۴ نیمو کلونو کې د مخکیني حکومت ( ګیڼ اړخې ګوند) تر څارنې لاندې شړل شوي دي.
TMP – 10/10/2019
د عکس کریډټ: شتر سټاک/ نیکلاس اکونو
د عکس سرلیک: اوس مهال د موریا پنډغالي کې ۱۳۰۰۰ کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې چې دغه پنډغالی د ۳۰۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی، خو په کې څلور برابر ډېر کسان ساتل کېږي.
دا مقاله شریکه کړي