له ترکیې سره د ایران پولې ته نږدې د ناقانونه کډوالو د لېږدونکي موټر د ټکر له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱۹ د اګسټ په ۱۶ مه یوه بس چې له ۳۰ ډېر ناقانونه کډوال په کې سپاره وو، له ایران سره پولې ته نږدې د ترکیې ختیځ کې له یوې ډبرې سره ټکر وکړ او ویجاړ شو

ترکي چارواکو راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې ۱۷ ناقانونه کډوال ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخي: د بس څوکۍ د دې لپاره لرې کړای شوې وې، چې ډېر کسان په کې ځای شي او خوندي کمربند هم شتون نه درلود چې له دغو کډوالو ساتنه وکړي.

پولیسو ویلي: چې د دې پېښې په اړه څېړنې پېل شوي. په دې راپور کې د کډوالو تابعیت ته، نغوته نه ده شوې.

دا له ۳۰ ورځو څخه په لږ وخت کې دویمه ورته پېښه ده. تېره میاشت هم، په دې ولایت کې د یوه بس د ټکر په پایله کې د موټر چلوونکي په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له  مخې: دغه بس له یوې غونډۍ نسکور او سیند ته لوېدلی دی. د ترکیې دولتي ټلوېزیون لخوا خپره شوې ویډیو ګانې د پیښې په ځای کې د مړه شویو جسدونه او له ټپیانو سره د ژغورندویه ډلې مرسته ښیې.

د ترکیې ختیځ ولایت وان د ایران پولې ته نږدې پروت دی او د هغو ناقانونه کډوالو لپاره د یوې مشهورې لارې برخه ګڼل کېږي، کوم چې د افغانستان، پاکستان او بنګلادیش په څېر هیوادونو څخه ترکیې او اروپا ته سفر کوي. له ۲۰۱۵ کال راهېسې، له یو میلیون څخه ډېر ناقانونه کډوال له ترکیې تېر شوي دي.

دغه هېواد همدارنګه نړۍ کې د ګڼ شمېر کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه دی او په خپلو پولو کې یې نږدې څلور میلیونه پناه غوښتونکو ته  ځای ورکړی. تراوسه روښانه شوې نه ده، چې له روغتونه تر مرخص کېدو وروسته به، له دغو ناقانونه کډوالو سره څه کېږي.

ترکیې په تېرو څو کلونو کې د ناقانونه کډوالو پر کړنو څارنه پیاړې کړې ده. یاد هېواد ۲۰۱۶ کال کې له اروپايي ټولنې سره د هغو کډوالو د مدیریت لپاره هوکړه لاسلیک کړه چې اروپا ته د تګ هڅه کوي.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت وویل: چې یوازې په ۲۰۱۹ کال کې ټول هېواد کې کابو ۱۶۵۰۰۰ ناقانونه کډوال یې ثبت کړي دي.  له دې ډلې نږدې ۱۷۰۰۰ کسان د ترکیې ساحلي ساتونکو لخوا نېول شوي. ناقانونه کډوال په اسیا او افریقا کې له بېلابېلو ملیتونو دي.

تېر کال د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلام وکړ، چې ۲۶۸۰۰۰ ناقانونه کډوال یې هم نېولې دي. د دوی زرګونه تنه چې د افغانستان اوسېدونکې دي، بېرته کابل ته شړل شوي دي.

TMP – 06/09/2019

Photo credit: Giannis Papanikos / Shutterstock.com

Photo caption: یونان، انالیپسيد ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۳. د ناقانونه کډوالو یو لېږدونکی موټر هغه مهال تکر وکړ، چې د پولیسو تر څار لاندې وو او غوښتل یې چې کډوال یونان ته ولېږدوي.