ایټالیا کې د یونان او ایټالیې د قاچاق وړونکو ۱۳ غړي ونیول شول

د هغې وینا له مخې چې د دسمبر په ۱۲ مه د ایتالیا پولیسو لخوا خپره شوه، په دې وروستیو کې د یوې نړۍوالې جنايي ډلې ۱۳ غړي چې کډوال یې له یونان څخه ایټالیا ته قاچاق کول، ونیول شول.

ویل کېږي دې ډلې د تېر کال په لړ کې ایټالیا ته  تر ۱۰۰ ډېر کسانو د قاچاق مسوولیت په غاړه درلود. د ایټالیا پولیسو په خبره: دوی کډوال په بادي کښتیو کې لېږدول او له هر مسافر څخه یې ۶۰۰۰ یورو تر لاسه کول.

په ټولیز ډول داسې اټکل کېده چې د قاچاق وړونکو دغې کړۍ، تېر کال له دې جنايي فعالیت څخه یې کابو ۶۰۰۰۰۰ یورو عواید تر لاسه کړي وي. د پولیسو افسر” فرانچسکو دي ساباتو” وویل: ” ځینې وخت د برښنايي سیسټم پرمټ پیسې ورکول کېدې،  خو موږ هم په زرګونو یورو سره سمبال دغه بکسونه وموندل. “

دغو قاچاق وړونکي په ترکیه کې د خپلو پېرودونکو په لټه کې وو، هغه ځای چې ګڼ شمېر کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک پندغالو کې ژوند کوي.

تر اژې سیند له تېریدو وروسته، دوی یې د یونان له کورفو ټاپو څخه د ایتالیا سویل پوګلیا ته لېږدول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو(UNHCR) د راپور له مخې: تر اوسه په ۲۰۱۹ کال کې تر ۱۱۰۰۰ ډېر کډوال په کښتیو سره د ایټالیا ساحل ته رسېدلي دي. د کډوالو په منځ کې ګڼ شمېر ملیتونه چې سږ کال د سیند پرمټ ایټالیا ته وردننه شوي، د تونس، پاکستان او ایووریا اوسېدونکي دي.

په ورته وخت کې، یونان له یوه نوې ناورین سره لاس او ګریوان دی. له ۲۰۱۹کال راهیسې تر ۷۱۰۰۰ ډېر کډوال یاد هېواد ته وردننه شوي دي، چې تر ۵۷ زره ډېر کسان یې د سیند له لارې راغلې دي. اوس مهال دغه شمېر د تېرو کلونو د راتګ کچې په پرتله خورا ډېر دی، چې ۵۰۵۰۸ ته رسېږي.

د یونان نوې محافظه کاره حکومت په اژې سیند کې د ګزمې بهیر په پراخوالي سره، د کډوالو راتګ ته ځواب ورکوي. دوی هوډ لري چې د ۲۰۲۰ کال تر لومړیو پورې له دغو ټاپوګانو ۲۰۰۰۰ کډوال د اصلي ټاټوبو پنډغالو(کمپونو) ته ولېږدوي او هغه ۱۰۰۰۰ کډوال ډیپورت (وشړي) چې د پناه غوښتنې ادعا یې د ۲۰۲۰ کال تر پایه رد شوي وي.

TMP – 18/12/2019

انځور له: شټر سټاک/ مارکو سولبیاټی

د انځور عنوان: د ایټالیا پولیس د روزنې په حال کې