٢٠١٩ کال کې کابو ٢٧٠٠٠٠ ناقانونه کډوال ترکیې ته وردننه شوي.

د ترکيې د کډوالو مدیریت لوی مدیر وویل: د ٢٠١٩ کال د جنوری له ١ نیټې د سپټمبر تر ١٢ پورې ترکیه کې ٢٧٠٠٠٠ ناقانونه کډوال ځای پر ځای شوي دي.  د دغو کسانو له ډلې ١١٧٠٠٠ یې یوازې افغانان دي. تر افغان کډوال وروسته، پاکستانیان د کډوالو ستره برخه جوړوي او د هغوی ٤٣٠٠٠ تنه یې د ترکي چارواکو لخوا په یاد هېواد کې ساتل کېږي.

دا شمېر د ناقانونه کډوالو تر ټولو لوړه کچه ده چې تر اوسه په ترکیه کې ځای پر ځای شوي دي. دا شمېر د تېرو کلونو په پرله خورا لوړه کچه ده چې تېر کال دغه شمېر ٢٦٨٠٠٠ کسان وو.     

ویل کېږي د ناقانونه کډوالۍ لپاره ډېرې هڅې په شمال لوېدیځ سرحدي ښار کې چېادیرننومیږي، تر سره کېږي. هغه ځای چې په کې نږدې٧٤٠٠٠ ناقانونه کډوال نېول شوي دي. د ترکيې او  یونان ترمنځ اژې سیند کې، د کابو ٩٢٠ عملیاتو په لړ کې ٣٢٠٠٠ ناقانونه کډوال نېول شوي دي. په دغو عملیاتو کې ٤٤ قاچاق وړونکي نېول شوي او ٢٨ ناقانونه کډوالو سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی . په داسې حال کې چې ترکیه کې د ناقانونه کډوالو شمېر زیات شوی یونان ته د ورودي کسانو شمېر هم ډېر شوی دی.                      

سږکال نږدې ٤٢٠٠٠ناقانونه کډوال یاد هېواد ته وردننه شوي دي او دغه شمېر لا هم د ډېروالي په حال کې دی. د هغو کسانو شمېر چې د وړي په ترڅ کې رادننه شوي د ترکيې او اروپایي ټولنې ترمنځ د هوکړې له مودې راهېسې چې ٢٠١٦ کال کې لاسلیک شوې، یونان ته د کډوالو د ورتګ لوړه کچه ده.

له افغانستانه د ناقانونه کډوالو ډېری راتګ د سیند له لارې دی. ویل کېږي د انسان قاچاق وړونکي له ترکیې یونان ته د ناقانونه کډوالو د تېرولو لپاره د کب نیونکو او پرمختللو بېړیو د غلا کولو په حال کې دي . یونان د ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو په درلودلو سره کوښښ کوي، چې د ناقانونه کډوالو له لوړوالي سره مبارزه وکړي.

د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۷ مه د یونان لومړی وزیرکیوریاکوس میټسوتاکیسد کډوالۍ ناورین د مدیریت لپاره له اروپايي ټولنې د اضافه مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي د دې خبرې په کولو سره چې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې د نړۍوالو اړیکو په شورا کې خبرې کېږي، وویل: ” زما لپاره په بشپړه توګه ښکاره ده چې موږ یوې نوې هوکړې ته اړتیا لرو. ترکیه باید د دې ترتیب د ساتنې لپاره ژمنې وکړي او اروپايي ټولنه باید تصدیق کړي. چې ترکیه د میلیونونو کسانو کوربه ده. ۲۰۱۹ کال کې ترکیه کې کډوال ډېر او زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري.

TMP – 30/09/2019

Photo credit: دارک ډیاموند67/ شاترسټاک

Photo caption: د ترکیې په اوبو کې د ګزمي بېړۍ

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ