د یونان محافظه کار ګوند په ټول هېواد کې ډېرې لاسته راوړنې خپلې کړې دي

هر کال په لسګونه زره کډوال او پناه غوښتونکي چې د جګړې او لوږې له امله تېښته کوي، د یوه نوې ژوند لپاره یونان ته ځي او یا د اروپا په شمال لویدیځ کې شتمنو هېوادونو ته ځي.

په همدې لړ کې، ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د کډوالۍ بهیر له پیل راهیسې، په ټوله اورپا کې د ګډوالۍ ضد احساسات ډېر شوي دي. دغه مسله د ایټالیا او اتریش په څېر هېوادونو په ټاکنو کې، د ښي اړخه سختدریځه ګوندونو د بریا لامل شوه. اروپايي ټولنې هم ۲۰۱۶ کال کې د داسې هوکړې په تړاو خبرې وکړې چې له مخې یې دوی ته اجازه ورکول کیږي، څو ټول ناقانونه کډوال ترکیې ته ستانه کړي.

د ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې د یونان محافظه کار ګوند هم، د سیمه ییز او اروپايي پارلمان تر ټاکنو وروسته، په ټول هېواد کې ډېرې لاسته راوړنې خپلې کړې. د لومړي وزیر الکسسي ټیسپراس ګوند، د سیمه ییز پارلمان د یو پر څلورمې برخې کمې رایې تر لاسه کړې.

یوناني وګړي د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۷ نیټه یو ځل بیا د رایو صندوقونو ته ځي او دا کولای شي، چې په تېرو درې لسیزو کې په لومړي وزیر د بدلېدو لپاره، د ټیسپراس هیلې ته د پای ټکی کېږدي.

د نوې ولسواکۍ(ډموکراسۍ) مشر کیوریکای میټساكیسي، له ټاکنو څو میاشتې مخکې، په لسوو او ساموسي ټاپو کې د شته کمپونو په ګډون د کډوالو له پنډغالیو لیدنه وکړه.

نوموړي مبدا هېواد ته د ناقانونه کډوالو د استولو په برخه کې د دولت د ډاډ پر نشتوالي او د دغو کډوالو د پناه غوښتنې په څیړنه کې د ځنډ له امله نیوکه وکړه. بل خوا ټیسپراس تر ډېره د کډوالو د ملاتړي سیاستوال په توګه پېژندل کیږي.

د المان DW خبري سرچینې له هغو پناه غوښتونکو او کډوالو سره خبرې کړي، چې یونان ته وردننه شوي او یاد هېواد یې د خپل ځان لپاره کور جوړ کړی او په اروپا کې د کډوالۍ ضد سیاستونو په اړه یې خبرې کړي.

ډېری دغو کډوالو په لومړي سر کې داسې کړنلاره درلوده، چې د یونان له لارې شتمنو هېوادونو ته ولاړ شي، خو د اروپايي ټولنې او یونان د هوکړې له امله په یونان کې بند پاتې شوي دي.

باقر چې په یوه بنسټ کې د یاور په توګه کار کوي، وايي: ” په لومړي سر کې یونان یوه لار وه، خو خلک دلته بند پاتې شول. ” خو خلک دندې او کور ته اړتیا لري ان تر دې چې یوناني وګړي هم دنده نلري، موږ څه کولای شو؟

یوه افغان میرمن وايي: چې نوموړې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یونان کې ژوند کوي. نوموړې اوس مهال یونان کې د کډوالو د یوه مرکز لپاره د ژباړونکې په توګه دنده تر سره کوي او وايي: د نوموړې تر ټولو ستره وېره د فاشیزم پراختیا ده. نوموړې وویل: ” د ښي اړخي سختدریځه ګوند په پرمختګ سره به اورپا کې هر څه ستونزمن شي. “

یوه بل کډوال وویل: چې دی په ۲۰۱۶ کال کې له خپلې کورنۍ سره یونان ته راغی. زامن یې ډېر ژر او یونان ته له راتګ وروسته د یونانی ژبې خبرې پیل کړې . نوموړي وویل: ” زه د ښي اړخه سختدریځه ګوند له پرمختګ څخه وېره لرم“.

TMP – 18/06/2019

Photo credit: Ververidis Vasilis / Shutterstock

Photo caption: د ۲۰۱۶ کال فبروری میاشت کې، کډوال پیرس بندر ته رسیږي.

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ