۲۰۱۹ کال کې المان کې د پناه غوښتنې ګڼ شمېر غوښتن لیکونه رد شوي دي
الماني چارواکو ۲۰۱۹ کال کې د کډوالۍ ګڼ شمېر تر لاسه شوې غوښتن لیکونه رد کړي دي. د کډوالو او پناه غوښتونکو د فدرال دفتر(BAMF) ريیس”هانس اکلارد سامر” په خبره، په پای کې د کډوالو یوازې له ۳۵ تر ۳۸ سلنه پورې غوښتنې منل کېږي.
سامر وویل:” دا په دې مانا ده چې شاوخوا دوه پر درې برخه خلک چې المان ته راځي د پناه غوښتې د ترلاسه کولو موکه نه لري.”
هغه راپور چې په دې وروستیو کې د المان د ARD لخوا خپور شوی د دې ښودنه کوي، چې د کډوالو د غوښتن لیک بریا، شوني ده د دوی د غوښتن لیک په ځای پورې تړاو ولري.
په دې راپور کې داسې شواهد شتون لري، چې د پناه غوښتنې ٢٢ دفترونه د تایید په ډېرې ټیټې کچې سره، د ځانګړو ملیتونو لپاره له منځنۍ کچې ٣٠ سلنه کم د منلو وړتیا لري.
د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرال دفترونو په برلین، ختیځ المان، بایرن او باوریا ایالت کې د پناه غوښتنې احتمال ډېر کم بللی دی. په دې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ډېری زیانمن پناه غوښتونکي د عراق، افغانستان، ایران، ترکيې او سومالیا اوسېدونکي وو .
د سامر په خبره، المان د ٢٠١٩ کال د جولای او اکټوبر په منځ کې کابو ١١٠٠٠٠ نوې غوښتن لیکونه ترلاسه کړي دي. د کډوالو او پناه غوښتونکو دفتر په دې باور دی چې د کال تر پای به له ١٤٠٠٠٠ تر ١٤٥٠٠٠ پورې غوښتن لیکونه تر لاسه کړي. دغه شمېر د هغو ١٦٠٠٠٠ نوې غوښتن لیکونو په پرتله ډېر کم دی چې المان په ٢٠١٨ کال کې ترلاسه کړي.
له دې کمښت سره سره، د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرال رییس هم په دې باور دی چې د نوې راستانه شویو کسانو شمېر خورا ډېر دی. د نوموړي په خبره:”ان که چارواکي وکولای شي له اوسنۍ کچې سره مبارزه وکړي، لا هم ګڼ شمېر کسان د کډوالۍ له لارو ګټه پورته کوي.” د روان کال په لومړیو کې، د المان دولت د سختو قوانینو په اړه پرېکړه وکړه چې له امله یې د رد شویو پناه غوښتونکو نه شړل کېدا، له ستونزو سره مخ کېږی. نوې قوانین همدارنګه هغو کسانو ته سزا ورکوي چې خپل ریښتنی هویت پټ وي او د مسافرت د لادرک شویو سندونو په ځای ناستي کې ناکامه وي. د المان دولت به همدارنګه د هغو بندخونو شمېر دوه برابره کړي چې د شړل شویو کسانو لپاره په پام کې نیول شوي .
TMP – 12/11/2019
انځور له: شتر سټاک/ پرادپ ټوماس تندییل
د انځور عنوان: ٢٠١٩ کال د جولای ٢٥ – المان، فرانکفورټ آم مین : د المان په فرانکفورټ کې د مرکزي ریل ګاډي تم ځای ته نږدې د المان پولیس .
دا مقاله شریکه کړي