د کډوالو یو پنډغالي کې چې په کې سلګونه ګډوال اوسیږي، د بوسنیا او کرواسیا پولې ته نیږدې د کثافاتو د راټولو په مخکینی ځای کې پروت دی

څو لسیزې کېږي چې د بوسنیا د بیحاک ښار د کثافاتو د راټولو ځای دی. اوس دغه ځای د هغو ناقانونه کډوالو لنډه مهاله پنډغالی (کمپ) دی، چې له اروپا، اسیا او منځني ختیځه راغلي او غواړي اروپا ته سفر وکړي.

هر کال په زرګونه مسافر هڅه کوي، څو بوسنیا ته ورسیږي او د دې هېواد د پولې له لارې کرواسیا او اروپا ته سفر وکړي.

د دې ښار چارواکو د خاورو پرمټ د کثافاتو د راټولو دغه ځای ډک کړی څو د کډوالو لپاره ځای جوړ کړي چې د ژوند وړ وي. په همدې لړ کې داسې راپورونه شتون لري، چې دلته، تشناب، حمام او برښنا نشته او همدارنګه د دې ځای دیوالونه درز شوي دي.

د المان خبري سرچینې DW د راپور له مخې: اوس مهال په دې ځای کې کابو ۸۰۰ کسان ژوند کوي. د بوسنیا چارواکو د بیحاک ښار په نورو پنډغالو(کمپونو) کې چې د کرواسیا په پوله کې دي، د ناقانونه کډوالو کچې د ډېروالي له امله دوی دلته رالېږدولي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې کارکوونکي وايي: نه د ساراجیو حکومت او نه هم نړۍوال سازمانونه له دغو کډوالو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، څو له دوی پالنه او ساتنه وشي. دوی د بیحاک له هستوګنو غوښتي چې له دغو کډوالو سره د هر ډول خوړو مرسته وکړي .

د دې پنډغالي ګڼ شمېر اوسیدونکي هغه ځوانان دي، چې د افغانستان، پاکستان او سوریې هېوادونو دي. کم شمېر دغه کډوال له هند، مصر او د فلسطین له اشغال شویو سیمو راغلي.

ناقانونه کډوال وايي: دوي له ۱۰ اوونیو تر درې کلونو پورې په لار کې پاتې کېږي، څو ورسیږي. له ۱۲ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان هم په دې پنډغالي کې اوسېږي. دغه مسله د هغې تګلارې پر خلاف ده، چې دوی یې لري. هغوی وايي: ماشومان باید بیرا کمپ او یا هغه هوټل ته ولېږدول شي چې په کې ماشومان او ښځې ژوند کوي.

یوه پاکستاني سړي وویل: ” زه ښار کې پولیسو ونیولم. هغه مهال  چې د کډوالۍ IOM کارت مې ورښکاره کړ او ومې ویل چې زه په بیرا کې یم، دوی ما ته وویل: که بیا ځلې دغه کمپ خوښې کړم نو ما به سخت ووهلي. نه پوهېږم ولې؟ خو دوی زه دلته راوستم.”

بیرا پنډغالی (کمپ) په بیحاک ښار کې یوه مخکینی کارخونه ده، چې هلته له ۱۷۰۰ تر ۲۱۰۰ پورې کسان ژوند کوي. خبري سرچینې او بشر دوستانه ډلې وايي: پڼدغالي کې د ژوند شرایط ډېر کړکیچن او د نه زغملو وړ دي او د دې مسلې لامل د ژوند او روغتیايي امکاناتو کموالی دی.

د ځینو کډوالو لپاره مقررې (د پوځي حکومت مقررې او د شپې په ټاکلې وختونو کې چوپتیا) رامنځ ته شوې . د بېلګې په ډول: د بیرا کمپ ټول اوسېدونکي باید د سهار له ۶ تر ۱۰ پورې په کمپ کې واوسي. که له دغو ساعتونو پرته بهر وي، نیول کېږي او د پولیسو لخوا بېرته استول کېږي.

TMP – 23/07/2019

Photo credit: Shutterstock/ Ajdin Kamber

Photo caption: بیحاک د ۲۰۱۸ کال د جولای ۷،  د پنډغالي اوسېدونکي په لیکو کې ولاړ او د خوړو ورکړې ته په تمه دي.