شمالي مقدونیه: لږ تر لږه ۳۴ ناقانونه کډوال په یوې ټرافیکي پېښه کې ټپیان شوي او ۲۴۰ تنه له پولې د ناقانونه تېرېدو په جرم نېول شوي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وايي: د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۰ مه، یوې لویه لار کې د ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۳۴ افغان ناقانونه کډوال او د بار وړونکي موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.
۲۴ کلن مقدونیايې موټرچلوونکي، یو شمېر ناقانونه افغان کډوال صربستان ته لېږدول چې ناڅاپه د پولیسو له ګزمې سره مخ شو.
د راپورونو له مخې موټر چلوونکي د نېول کېدو له وېرې یې ، ځان له موټره وغورځولو او د حرکت په حال کې موټر هغې کندې ته ولويد، چې ۱۴ متر ژور وو.
د موټر چلوونکي په ګډون د دې پیښې ټول ټپیان د پېښې ځای ته نېږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې: ماشومان هم د دې پېښې په ټپیانو کې شتون لري او د درې مسافرو او موټر چلوونکي روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
ناقانونه کډوال په دوامداره توګه بډایه اروپايي هېوادونو ته رسېدو لپاره د یونان ـ شمالي مقدونیې لار غوره کوي.
که څه هم ۲۰۱۶ کال کې پوله وتړل شوه، خو زرګونه کسان اروپا ته د رسېدو لپاره د ترکیې له لارې په ناقانونه توګه بالکان هېواونه تعقیبوي.
له دې ټرافیکي پېښې څو اوونۍ وروسته، د شمالي مقدونیې پولیسو د هغو ۲۴۰ ناقانونه کډوالو له نېول کېدو خبر ورکړ، کوم چې له یونانه یې ځانونه په ناقانونه توګه شمالي مقدونیې ته رسولي وو. پولیس ټینګار کوي، چې دوی به بېرته یونان ته واستوي.
د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۹ مه یوه دوې پېښې رامنځ ته شوې، چې په کې پولیسو ۷۹ ناقانونه کډوال چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ شوي وو، له شمالي مقدونیې سره د یونان پوله کې ونېول.
دغه ناقانونه کډوال د شمالي مقدونیې او هنګري پوله ساتونکو ځواکونو د ګډې ګزمې په مهال گِیوگلیا ښار کې ونېول شول. د پولیسو د خبرپاڼې له مخې: د باروړونکي موټر چلوونکی هم نېول شوی، خو په دې خبرپاڼه کې د نېول شویو کډوالو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دویمه پېښه د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۹ رامنځ ته شوه، چې په کې د مقدونیې پولیسو په خبره ۱۶۱ ناقانونه کډوال د پاکستان، هند، بنکلادیش، افغانستان، سومالیا او اریتریا ناقانونه کډوال چې په څلور جلا ډلو کې د شپې لخوا سفر کاوه، نېول شوي دي.
د ناقانونه کډوالو دواړه ډلې د گِیوگلیا سویلي ښار د ساتنې په یوه مرکز ته لېږول شوي دي. د پولیسو د څرګندونو پر بنسټ به ټول نېول شوې ناقانونه کډوال یونان واستول شي.
TMP – 28/07/2019
Photo credit: Giovanni Vale
Photo caption: د ۲۰۱۶ کال د فبروری ۱۱ مه ـ مقدونیه، گِیوگلیا: د کډوالو د ترانزیټ په یوه پنډغالي کې پولیس له ناقانونه کډوالو سره.
دا مقاله شریکه کړي