د یونان په ټاپوګانو کې په زرګونه کډوال، بیرته ترکیې ته د شړلو لپاره منتظر دي
په زرګونو کډوال ،چې میرمنې او ماشومان هم پکې دي، د یونان ټاپوګانو په مزدحمه کیمپونو کې بند پاتی دی، دوی به بیرته ترکیې ته وګرځول شي. دا کار د هغه تړون له مخې کیږي چې د اروپا او انقرې ترمنځ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې شوی و. دا خبره د بشري حقونو څار اداری (HRW)کړې ده.
د بشري حقونو څار اداری ویلي: (( تقریبا ۱۷۰۰۰ میرمنې، نران او ماشومان په ګډوډو او خطرناکو حالاتو کې راګیر دي. ډيری یې لومړنیو خدمتونو ته هم لاسرسی نلري. د دوی زیاته برخه د سوریې، عراق او افغانستان دي.))
د یونان له کیمپونو څخه راپورونه ښيي چې بیوزله کډوال ،لکه میرمنې او ماشومان، په کیمپونو کې د امنیت د نشتوالي له کبله د ناوړه استفادې له لوړ خطر سره مخ دي. په دې کیمپونو کې کډوال د بریښنا، حمام او یا روانو اوبو له کمښت سره هم لاس او ګریوان دي.
د بشري حقونو څار زیاته کړې: (( ضمنا، د هغو پناه غوښتوونکیو شمیره چې یونان ته د ترکیې له زمکني سرحد څخه داخلیږي په لوړیدو ده. د اروپا- ترکیې تړون له مخې، دا کډوال بیرته ترکیې ته نه ګرځول کیږي. دې تړون کې یوازې هغه څوک شامل دي چې د سمندر له لارې یونان ته راغلي وي.))
د یونان او ترکیې تر منځ سیاسي اړیکې هغه وخت خرابې شوې چې د یونان محکمې هغه پوځي مامورین خوشې کړل چې د ۲۰۱۶ کال، په ترکیه کې په ناکامه کودتاه کې په لاس لرلو تورن شوي وو. دوی له دې تور وروسته په یونان کې د پناه اخیستنې غوښتنه کوله. د دې په غبرګون کې تیره میاشت ترکیې د یونان له کیپمونو څخه هغه کډوال رد کړل چې د ورتګ اجازه یې لرله.
ضمنا، د یونان د کډوالو چارو وزیر ډیمټریس ویټساس (Dimitris Vitsas) د اتریش او هنګري پر لومړيو وزیرانو نیوکه وکړه. دوی له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې وه چې په ټول قوت خپل نقش ولوبوي چې بې اسناده کډوال باید بیرته هغه هیواد ته وشړل شي چې دوی ورته لومړی ځل داخل شوي وي، لکه یونان.
ویسټاس د پاراپولیتیکا(Parapolitika) راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي: (( د یوه حکومت په توګه، موږ به دا ونه منو چې خپل هیواد د ارواحو په یوه ګودام بدل کړو.))
هغه زیاه کړې: (( دلته ځینې اروپايي مشران شته چې کوښښ کوي چې استبدادي کړنلاره عملي کړي د کلا بندی کړنلاره. ښاغلی کروز ( د اتریش لومړی وزیر) او ښاغلی اربان ( د هنګري لومړی وزیر) کوښښ کوي چې یوه ویرونکې اجنډا عملي کړي، دا به ونه منل شي.
د یونان او جرمني تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، د کډوالو چارو وزیر وویل چې هغه کډوال چې له جرمني څخه یونان ته را ګرځول کیږي، هغوی به په یونان کې پاتې کیږي او بیرته به ټاپو ګانو ته نه لیږل کیږي.
TMP – 06/08/2018
دا مقاله شریکه کړي