په استانبول کې یوه افغان کډوال وویل:” ترکیه کې د ژوند کولو لګښت د هغه څه په پرتله لوړ دی، چې اټکل یې کوی.”
هر کال په زرګونه ناقانونه افغان کډوال اروپا ته د رسیدو لپاره په ترکیه کې ژوند کوي . ډېرې دغه کسان هیله مند دي، چې په ترکیه کې کار وکړي او د خپل سفر لپاره پیسې ټولې کړي.
په همدې لړ کې، ګڼ شمېر خلک د کم کار، کمې تنخواه، د ژوند کولو د ډېر لګښت او اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ د سفر په تړاو ننګونو له امله، په ترکیه کې پاتې دي. د کډوالۍ پروژې له هغه افغان کډوال سره مرکه کړي، چې له دوه کلونو راهیسې ترکیه کې ژوند کوي.
څومره وخت کېږي چې ترکیه کې اوسېږې؟ د ترکیې په کوم ښار کې ژوند کوې؟
دوه کاله کېږي چې د ترکیې په استانبول ښار کې ژوند کوم.
په استانبول کې د ژوند کولو شرایط په څه ډول دي؟
په استانبول کې ورځینۍ لګښت ډېر دی او د دغو لګښتونو پرې کول ستونزمن دی. ترکیه کې د ژوند کولو لګښت د هغه په پرتله لوړ دی، چې په اړه یې فکر کوی. له همدې امله ده، چې موږ ۱۳ کسان په داسې اپارتمان کې ژوند کوو، چې دوه کوټې لري. ځینې وخت بیا ان ۱۶ کسان هم په یوه اپارتمان کې ژوند کوو.
ستاسو او د کوټي ملګرو بوختیا او عایداتي سرچینه مو څه ده؟ او ورځینۍ لګښت مو څومره دی؟
په استانبول کې ډېر شرکتونه شتون لري. ګڼ شمېر خلک په هغو شرکتونو کې کار کوي چې جینز پتلون جوړه وي او یا فرشونه منیځي، خو تنخواه یې ډېره کمه ده . په منځني ډول زه په یوه میاشت کې شاوخوا ۱۳۰۰ لییره(۲۲۷ډالره) عاید لرم.
ایا ستاسې تنخواه کولای شي چې لګښت مو پوره کړي؟
زه د ورځې ۴۰-۵۰ لییره(۷-۹ ډالره) لګوم، په دې مانا چې زما عواید یوازې لګښت مې پوره کوي او ان تر دې چې ځینې وخت زما لګښت هم نه شي پوره کولای.
ایا خپله تنخواه په ټاکلې وخت ترلاسه کوې؟
هوکې، خپله تنخواه په ټاکې وخت تر لاسه کوم، خو زموږ تنخواه ډېره کمه ده.
ایا شرکتونه د هغو کډوالو لپاره چې له دوی سره کار کوي، د بیمې چوپړتیاوې لري؟
که یو کس په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلی وي، د بیمې او یا روغتیا پالنې حق نه لري. څو اوونۍ وړاندې زموږ ځینې ملګري د موټر په ټکر کې ټپیان شول. موږ له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ شو څو د دوي درملنه وکړو.
په تېرو دوه کلونو کې مو څومره پیسې لګولي؟
په لومړي سر کې چې ما پریکړه وکړه څو ترکیې ته ولاړ شم، ترکیه کې د ژوند لګښت په اړه مې معلومات نه درلودل. تر راتګ ورسته، ما ډېرې کمې پیسې درلودې او مجبور شوم چې له هغو کسانو د پیسو غوښتنه وکړم چې افغانستان کې وو. تر هغه چې ما یوه کار وموند. د دوه کلونو په اوږدو کې زه هره میاشت خپله ټوله تنخواه دلته په اوسېدو لګوم او هر شپږ میاشتې وروسته له خپلې کورنۍ د شاوخوا ۵۰۰ ډالرو د رالېږلو غوښتنه کوم.
ایا په ترکیه کې د افغانستان سفارت له تاسې سره مرسته کوي؟
تراوسه د افغانستان سفارت له موږ څخه ملاتړ نه دی کړی. څه موده وړاندې زموږ یو شمېر ملګري د اورلګېدنې له امله ووژل شول. خو زموږ سفارت له روغتونه د دغو کسانو د جسدونو د تر لاسه کولو په برخه کې هیڅ ډول مرسته ونه کړه.
په خپل بل ګام کې څه غواړی تر سره کړی ایا شونې ده، چې مقصد(تلونکي) هېواد ته د ترکیې د خوشې کولو له تجربو کیسې وکړی؟
ډېرې افغانان چې په ناقانونه توګه ترکیې ته ځي، هوډ لري، چې اروپا ته ولاړ شي. په داسې حال کې چې دلته زموږ عاید، ورځینۍ لګښت هم نه شي پوره کولای. له همدې امله موږ باید له خپلو کورنیو وغواړو چې د سفر د دوام لپاره موږ ته پیسې واستوئ. سږ کال ما دوه ځلې هڅه وکړه، چې ترکیه خوشې کړم، خو دوه ځلې د یونان پولیسو لخوا ونیول شوم او ترکیې ته وشړل شوم.
ایا تاسې اروپا کې د ژوند کولو د حقایقو او د اروپايي هېوادونو د سیاست په اړه پوهېږی؟ موږ د هرې اوونۍ په ۶ ورځو کې له ۱۲ تر ۱۵ ګړیو پورې په کار بوخت یو. موږ وخت نلرو چې په اروپا کې د ژوند واقعتیونو او سیاستونو په اړه مطالعه وکړو .
که څه هم موږ ډېرې لوستي یو، خو د اروپايي هېوادونو د سیاستونو په اړه خبر نه یو.
د یوه ناقانونه کډوال په توګه د خپل راتلوونکي په اړه څه فکر کوی؟
که ریښتیا ووایم: په ترکیه کې د ښې راتلوونکي په اړه هیڅ ډول هیله نه لرم. زه پوهېږم هغه کسان چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي، په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي او غواړی له دې ځایه لاړ شي یا خپلو کورونو ته ستانه شي. په دې کمې تنخواه سره موږ هڅه کوو، څو حل لاره پیدا کړو.
TMP – 19/07/2019
Photo credit: Orlok / Shutterstock
Photo caption: د ترکیې په استانبول ښار کې پناه غوښتونکي او کډوال د هغو توکو په راټولولو سره خپل ژوند تېر وي، چې د واټونو پر سر پراته وي، ۲۰۱۶ کال د جنوری ۲۲ مه.
دا مقاله شریکه کړي