د ګڼ میشته کیمپ موریا، کډوال له رواني ناروغیو کړیږي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (IRC) په حواله، د یونان په ستر کیمپ موریا کې اوسیدونکي کډوال تر سخت ذهني فشار لاندې دي. د ناخوندي، بې ملاتړه، بې اعتماده په نوم دې راپور کې راغلي چې د دوی شاوخوا (۳۰ ٪) مراجعینو د ځان وژنې هڅه کړې او (۶۰٪) نورو یې د ځان وژنې په اړه چورت وهلی دی. راپور په جزیاتو دا موضوع څیړلې او ښيي چې په دې پنډغالي کې د رواني ناروغیو د خوریدو لامل ګڼه ګوڼه، نا امني، د راتلونکې په اړه ناباوري او چټل چاپریال دی چې په دې کې د فاضله موادو سرخلاصه تخلیه هم شامله ده.
له (۸۵۰۰) ډیر کډوال چې عمدتا د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي اوسمهال د لیسبوس ټاپو په دې کیمپ کې اوسیږي. دا ځای د هغو کډوالو لپاره چې غواړي اروپا ته لاړشي؛ اساسي نکته ده. دا شمیره د کیمپ له اصلي ظرفیت څخه له دوه برابره هم لوړه ده. کیمپ د( ۳۱۰۰ )کډوالو ظرفیت لري. دلته حفظ الصحه ډيره کمزورې ده. له (۸۰) ډیر کسان له یوه حمام او له (۷۲) ډیر کسان له یوه بیت الخلاء استفاده کوي.
د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۱۰ مه، ځايي مسوولینو ویلي و چې د کیمپ پاکولو او د خطر کمولو لپاره ؛ د کثافاتو موجودیت، ضعیف مدیریت او د نفوس ډیروالی ته په پام، حکومت ته دیرش ورځې په کار دي. دوه اونۍ وروسته، د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي و چې شاوخوا (۹۰۰) کډوال مرکزي ټاپوګانو ته ولیږدول شول او (۱۰۰۰) نور به ژر انتقال شي.
د لیسبوس او چوایس ټاپو کې د رواني ناروغیو لپاره د سره صلیب کمیټې مسوول کيکي میچایلیډو (Kiki Michailidou) لیکلي: (( په موریا کې خلک په دایمي ناامنۍ کې ژوند کوي، دلته خطر دی او ویره ده. دوی خپل وطن د خوندیتوب لپاره پرې ایښی؛ خو دوی داسې ځای ته راغلي چې مصوونیت ور ته نشي ورکولای. ))
هغه زیاته کړې: (( په ډیری مواردو کې حتی دوی [کډوال] په خپلو خیمو کې د خوندیتوب احساس نلري؛ ځکه چې د هغو خلکو له خوا ځورول کیږي چې ګډ ژوند ور سره کوي. ))
د کیمپ د کډوالو لپاره د پناه غوښتنې اوږد بهیر ،چې میاشتې –میاشتې وخت اخلي، د دوی د نا هیلۍ لامل کیږي.
ګڼ کسان چې کله پوه شي له کیمپ څخه د وتلو هیڅ هیله ور ته نه ده پاتې؛ نو د ځان وژنې هڅه کوي.
د سره صلیب کارکوونکي دا هم لیکلي: ((په دې نږدې وخت کې زما له مراجعینو څخه یوه تن د ځان وژنې هڅه کړې وه. هغه او دوه نورو د ځان وژنې هڅه کړې وه، چې متاسفانه یو یې مړ شو. زموږ ډیری مراجعین ورته حالت لري.))
د نړیوال سره صلیب کمېټې د راپور په حواله، د عراق اوسیدونکی او د څلورو ماشومانو پلار ۳۵ کلن احمد ویلي: (( ډیر ځله مې د ځان وژنې هڅه کړې. یواځنی علت ،چې خوښ یم په ځان وژنه کې نه یم بریالی شوی، هغه زما ماشومان دي. ))
هره اونۍ کم شمیر بیړۍ د یونان ټاپو ګانو ته کډوال را انتقالوي، د پناه غوښتنې د ورو پروسې مانا دا ده چې تصمیم نیونه په میاشتو وخت اخلي.
TMP – 11/11/2018
دا مقاله شریکه کړي