په بوسنیا کې زرګونه ناقانونه کډوال له سختې تودوښې سره مخ دي
که څه هم په زرګونه کډوال د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په لوري سفر کوي، خو بالکان کې له سختې تودوښې سره مخ دي.
۲۹ کلن پاکستانی سلیمان اشرف چې غواړي له خپل ورور سره اسپانیې ته ورسېږي وايي: ” هوا ډېره توده ده او موږ نه شو کولای چې کېږدیو کې استراحت وکړو. ”
په داسې یوه ځای کې چې وګړۍ ډېر او صحي نه دی، تودوښه هم لوړه شوې.
د کرواسیا پولې ته نېږدې په بیحاک او ولیک کاداس کې د کډوالو نړۍوال سازمان(IOM) د منلو مرکزونو ظرفیت پوره شوی. اوس مهال له ۳۵۰۰ ډېر ناقانونه کډوال سرپناه نه لري او په لټه کې یې دي.
د منلو مرکزنو له خپلې وړتیا ډېر ډک شوي او دا مسله د دې لامل شوې څو د ښار چارواکي له ۸۰۰ ډېر ناقانونه کډوال بیحاک ته ولېږدوي کوم چې مخکې د کثافاتو د راټولو ځای و. ملګرو ملتونو ویلي: چې دغه پنډغالی (کمپ) ځمکنیو ماینونو ته ډېر نېږدې پروت دی، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه په کمپ کې د شته مرستو له ورکړې ډډه کوي ځکه” هغه ځای د هغو کسانو لپاره مناسب او امن نه دی چې په کې ژوند کوي. ”
د بوسنیا د امنیت وزیر په خبره د ۲۰۱۸ کال له لومړیو د اسیا او افریقې تر ۳۴۰۰۰ ډېر ناقانونه کډوال یاد هېواد ته وردننه شوې، چې یوازې سږ کال۱۱۰۰۰ دغه کسان دې هېواد ته ورغلي دي.
اوس مهال بوسنیا کې کابو ۸۰۰۰ ناقانونه کډوال بند پاتې شوي. ډېری دغو کډوالو څو ځلې هڅه کړي چې له پولې تېر او کرواسیا ته لاړ شي. د کرواسیا پوله هغه وروستي پوله ده چې باید ترې تېر شي څو د اروپايي ټولنې خاورې ته وردننه شي.
یوه ۳۳ کلن کډوال صالح حسن چې د سوریې اوسېدونکی دی، د فرانسې له خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي: ” ما له ۱۵ وارو ډېر کوښښ وکړ چې له پولې تېر شم او شاوخوا ۱۰ میاشتې کېږي چې هڅه کوم او زه نه غواړم چې تسلیم شم. “
د سیمه ییزو پولیسو ویاند الی سیلاجدزیک وویل: ” اوس ډېر کم شمېر کسان هڅه کوي چې له پولې تېر شي. کرواسیا په بې سارې ډول د خپلو پولیسو شمېر او حضور ډېر کړی دی. ”
نوموړي زیاته کړه: چې هره ورځ سل کډوال بیحاک سیمې ته استول کېږي. هغه ښار ته چې د کډوالو ډېر ورتګ د ناهیلې او ناخوښی سبب شوی او یوازې 65,000 نفوس لري.
TMP – 26/07/2019
Photo credit: Ajdin Kamber/Shutterstock
Photo caption: په پنډغالو کې د کډوالو کېږدۍ. زرګونه پناه غوښتونکي او کډوال د بوسنیا او کرواسیا ترمنځ په تړلې پوله کې بند پاتې دي.
دا مقاله شریکه کړي