د المان خیریه بنسټونه: له هغو ښځو او انجونو پوره ملاتړ شتون نلری، کوم چې د المان د منلو په تاسیساتو کې ژوند کوي

د ماشومانو د ژغورنې(Save the Children)  او د برلین ښار د خیریه پوهنتون روغتون ویلي: له هغو  کډوالو ښځو او انجونو پوره ملاتړ اړین دی، کوم چې د جرمني د منلو په تاسیساتو کې دي.

د ځوانو ښځو په اړه په ټول هېواد کې د دغو بنسټونو لومړی څیړنه ددې ښودنه کوي، چې میرمنې د ناقانونه کډوالۍ په مهال د روحي زیانونو له امله سرټکوي. د دې مسلې لامل د جنسي تاوتریخوالي، استثمار او نور ټولنیزو ناخوالو ډېروالی دی. “له هغو انجونو روحي او ټولنیز ملاتړ چې خپلو هېوادونو تېښته کوي” په نوم دغه څېړنه چې د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۱۱ المان کې خپره شوه، د ماشومانو د ژغورنې(Save the Children)او د برلین ښار خیریه پوهنتون روغتون ته دنده سپارل شوې وه چې په براندنبرګ او شمالی غینه – ویست په نوم د منلو په لومړي مرکزونو کې له ۸۳ ځوانو ښځو سره،  له خپل هیواده المان ته د تېښتې په اړه مرکه وکړي.   

د برلین خیریه روغتون کې یوې لیکوالې مریم شولر ایکاک ویلي:” هغه ماشومان او میندې د نه باور وړ له کړاونو او ځورونې سره مخ دي چې له خپل هېواده یې تېښته کړي.” ” انجونې باید د امنیت احساس وکړي او نه یوازې د امنیت احساس، بلکې دوی باید له هغو کسانو سره د ټولنیزو او مناسبو اړیکو وړتیا ولري چې عمرونه یې برابروي.”

دغه څېړنه د دې ښودنه کوي، چې یاد روحي زیانونه کولی شي، د دوي پر ټولنیزې او روحي ودې ناسم اغیز ولري او د ښه کیدو لپاره یې پوره پالنې او ساتندویه جوړښتونو ته هم اړتیا شته.

په ورته وخت کې ومو لیدل چې دغو اقداماتو ته لاسرسۍ شتون نلري. داسې راپورونه ورکړل شوي چې ډېری میرمنې او انجونې په انزوا کې ژوند کوي او ټولنیز مشارکت ته کم لاسرسۍ لري.

د دې څیړنې لیکوالانو له رواني اختلالاتو د مخنیوي او د غوره یو ځای کېدو (ادغام) کچې له لوړاوي سره د مرستې لپاره زیاته کړي: چې پناه غوښتونکي باید د فحشا، لوږې او مړینې په څېر خپلې تجربې، چې ترې کړیږي هېرې کړي.

ټول فعالیتونه مناسب دي چې کولی شي له هغو میرمنو او انجونو ملاتړ وکړي چې د منلو په مرکزونو کې ژوند کوي. په دې مطالعه کې کډونواله انجونو او ښځو زیاته کړي: چې د موسیقی هنر او طبیعت نوښتګر فعالیتونه کولای شي د دوی روحي وضعیت ښه کړي.

په ټولیز ډول المان کې د ۲۰۱۵ کال کې په پرتله چې ۳۱ سلنه پناه غوښتونکي میرمنې وي په ۲۰۱۸ کال کې ۴۳ سلنه ډېرې شوې دي.

TMP – 25/07/2019

Photo credit: Jazzmany / Shutterstock.com

Photo caption: جرمني، مونیخ- ۲۰۱۵ کال د سوریې، افغانستان او بالکان هېوادونو پناه غوښتونکي په تم ځایونو کې بل ریل ګاډي ته په تمه دي.