فرانسه کې د هوا له کم مخینې تودوښې سره هم مهاله، په دې هېواد کې کډوال له خورا تودوښې سره مخ دي

سخته تودوښه چې له ۴۰ درجې لوړه ده، د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د اوړي په پیل کېدو سره فرانسه په نښه کړي او زیانمونکي کډوال له خورا لوړ حرارت سره په مبارزه کې ژوند کوي.

فرانسه کې د اوړي په مهال تودښه غیر معمول نه ده او یوه عادي مسله ګڼل کېږي، خو لا یې هم اغیز احساس کېږي. ۲۰۰۳ کال کې  سخته تودوښه هغه مهال لیدل شوې وه، چې ۱۵۰۰۰ کسانو د سختې تودوښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. سږ کال، پاریس او نورو ښارونو له خپلو اوسېدونکو سره د مرستې  لپاره بېرته چمتووالی نیولی. 

د ناقانونه کډوالو لپاره چې د پاریس ښار په شاوخوا کې ژوند کوي، لکه Porte de la Chapell  کې چې د پاریس په شمال کې پروت دی، ځینې اسانتیاووې رامنځ ته شوي.

  د بیړنۍ روغتیا یو مرکز چې د خیریه بنسټونو لخوا اداره کېږي، د کډوالو لپاره یې شاور، تشناب، کافي (قهوه) او یو شمېر پنډغالي رامنځ ته کړي، چې کډوال د ورځې په اوږدو کې له سختې تودوښې ساتي.

د سهار په شاوخوا ۶:۰۰ بجو زما کېږدۍ د خورا تودوښې له امله د زغملو وړ نه وي. ۳۵ کلن احمد یوسف د فرانسې له خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي: ” زه د یخنۍ لپاره دلته راځم. دی د هغو سلګونو کډوالو له ډلې دی، کوم چې د دې سیمې په لنډ مهاله پنډغالي کې ژوند کوي.

په Porte de la Chapelle کې د ناقانونه کډوال شمېر د ۷۰۰ او ۱۲۰۰ کسانو په منځ کې اټکل شوی.

۲۶ کلن مصطفی وویل: ” زه په سوډان کې له تودوښې سره عادت وم، خو فرانسه کې بیا توپیر لري. ” ځکه موږ تل د باندې یو( د سړکونو پر سر) او نشو کولای چې له ځانه ساتنه وکړو “.

په ځانګړې ډول د هوساینې او یخنۍ لپاره په سړو اوبو شاور اخېستل او یا حمام کول اړین دی. په دې مرکز کې افریقايي او اسیايي کډوال یوه لیکه جوړه وي څو په وار سره شاور واخلي او خپل وجود یخ کړي.

په هر حال پوهېږي چې د دغه ځای هوا زموږ هېواد له هوا څخه خرابه ده.  د سومالیا کډوال عبدالله سالم چې ۲۰ کاله عمر لري، ویلي: ” زه نه پوهېږم ولې، خو داسې احساس کوم دلته لمر خورا نېږدې دی. ” ” هلته، ډېر ښه باد لګېږي او لمر په دې شدت سره نه احساس کېږي، خو دلته(فرانسه) کې سخت لمر په اسانۍ سره احساس کېږي. “

د امیر شریفي په نوم یو ځوان وویل: چې یوه اوونۍ وړاندې تر اوږد مزل وروسته له افغانستانه فرانسې ته راغلی. نوموړي وویل: “هوا ډېر ګرمه ده

په همدې لړ کې دې اوږدې لیکې ته د امکاناتو وړاندې کول او غوښتنو ته یې رسیده ګي ډېر وخت ته اړتیا لري.  پاریس کې ګډونوالو ویلي: چې باید ځینې شاورونه شنډ کړي او د هغو کسانو شمېر کم کړي،  چې له دغو شاورونو ګټه پورته کوي.

کوګوریوکس وویل: “موږ نشو کولی چې دوام ورکړو، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې  د خلکو په نوم ثبتونېفشارونه رامنځ ته شوي.

TMP – 30/07/2019

Photo credit: Guillaume Destombes / Shutterstock

Photo caption: د فرانسې پلازمېنه، پاریس، د لمر او ککړې هوا تر سخت فشار لاندې.