یونان کې په سلګونو کډوال له ژمې څخه پناه غواړي

د دې میاشتې په لومړیو کې د شمالي یونان په ټیسالونکي ښار کې په سلګونو کډوال د پولیسو له حوزې بیرون راټول شوي دي. دې ته په تمه دي چې درخواستونه یې وڅیړل شي او د پناه غوښتنې درخواست یې ثبت شي.  

د ماشومانو او میرمنو په ګډون ډیری کډوال د ټیسالونکي په پارکونو او چوکونو کې ورځې ورځې ویده کیږي. د ژمي په رارسیدو دوی په غیر رسمي ځایونو کې د ژوند کولو پر ځای،  د کډوالو په کیمپونو کې خوندي ځایونه غواړي.

یونان اوسمهال د کډوالو له لوړېدونکې څپې سره مقابله کوي، کوم چې د ترکیې له ځمکنیو بندرونو را اوړي. په روان کال کې شاوخوا (۱۱۰۰۰) کډوال له دې بندرونو څخه را تیر شوي، دا شمیره تېر کال (۲۵۰۰) وه.

د اسوشیټیډ پریس په حواله، پولیسو تیره میاشت په ټیسالونکي کې  (۳۵) انساني قاچاقبر نیولي وو. پر دوی تور دی چې دې ښار ته یې ( ۱۸۲۱) کډوال قاچاق کړي.  

د یونان او ترکیې د ځمکنیو بندرونو څخه راتیریدل اوس په یونان کې د ګڼو میشتو کیپمونو د ناوړه وضعیت او چټل چاپریال  په څیر مشهور شوي. د ټاپو ګانو په کیمپونو کې ډیری کډوال له رواني فشارونو کړیږي. دلته د ځان وژنې شمیره لوړه ده، ماشومان او میرمنې په ځانګړې ډول د تیري ښکار دي.

تیره میاشت په لیسبوس ټاپو کې د موریا کیمپ څخه د لیدنې په مهال د بخښنې د نړیوال سازمان مشر د کیمپ حالت ویرونکی ښودلی و.

TMP – 15/11/2018

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ.

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ، زمونږ همکار به ستاسی پوښتنی ته ځواب ووایی، ستاسی هویت به خوندی وی.

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.


که په فرانسی کې وي

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ