له جرمني څخه ۲۱ نور کډوال کابل ته را وګرځول شول
له جرمني څخه ۲۱ نور رد شوي پناه غوښتوونکي د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۱مه، کابل ته را وګرځول شول. له دوی سره د هغو کسانو مجموعي شمیره ،چې د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې یې شړل پیل شوي، له ۵۳۰ لوړه شوه.
لیپیز ښار څخه الوتکې له جرمني څخه د شړل شویو افغانانو ۲۲ مه ډله، انتقال کړه. په اروپا کې د بخښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو ټولنو خپل دا کمپاین ،چې له ټولو اروپايي حکومتونو څخه د افغانانو د جبري شړلو د ځنډولو غوښتنه کوي، جاري ساتلی. دغه منتقدین وايي چې افغانستان اوس هم د رد شویو پناه غوښتوونکیو د بیرته ګرځولو لپاره ډیر خطرناک دی.
د انفومیګرانټس InofoMigrants په حواله، ټول ۲۱ نارینه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په رارسیدو، مخکې له دې چې خپلو کورنیو ته ولیږل شي، د نوي کال ( نو روز) په خاطر په یوه میلمستون کې ځای پر ځای شول.دغه معلومات د کډوالو او بیا راستنیدونکیو چارو وزارت کې د راګرځول شویو افغانانو لپاره د قانوني ملاتړ مشر مرتضی رسولي تایید کړي دي.
جرمني د رد شويو پناه غوښتوونکیو د را شړلو لړۍ وروسته له هغې پیل کړه چې جرمني حکومت په ۲۰۱۶ کال کې له افغان حکومت سره یو تړون لاسلیک کړ. په هرصورت، دا کار وروسته له هغې تر سختو نیوکو لاندې راغی، چې کله د ۶۹ راشړل شویو نارینه و ډلې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، کابل ته په رارسیدو ځان وژنه وکړه. د دوی په منځ کې یو ۲۳ کلن ځوان و، چې جرمني کې اته کاله اوسیدلی و.
جرمني حکومت ویلي چې د امنیتي اندیښنو په ځواب کې یې د راشړل کیدونکیو شمیره له نیمايي څخه راکمه کړې. په دوه اړخیز تړون کې په هره الوت کې په تخمیني توګه د ۵۰ کسانو د لیږد هوکړه شوې وه، دا خبره مرتضی رسولي میګرانټس انفو ته کړې ده. د جرمنې په سکسوني ایالت کې د کډوالو شورا متضاد راپورونه وايي چې رد شوي پناه غوښتوونکي د بیرته شړلو له ویرې له جرمني څخه وځي. ډیری فرانسې ته مخه کوي، چیرته چې په ۲۰۱۳ کال کې د کډوالو شړل بند شوي.
د اروپايي کمیسیون په حواله، افغانستان په دوامداره ناامنۍ او سختو شخړو کې ګیر پاتې. په ۲۰۱۸ کال کې له ۵۵۰ ډیر کسان کابل کې په ۲۲ سترو حملو کې وژل شوي. او په ټول وطن کې له ۱۰۰۰۰ ډير ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي. له دې سربیره، د ملګرو ملتونو یو راپور ،چې فبرورۍ کې خپور شوی، وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې له ۹۰۰ ډیر ماشومان وژل شوي. نږدې (2.3 میلیونه) افغانان اوس هم د کډوالو په څير په ګاونډیو هیوادونو؛ ایران او پاکستان کې اوسیږي.
TMP – 24/03/2019
دا مقاله شریکه کړي