جعلي خبر د یونان او مقدونیې سرحد ته نږدې د پولیسو او کډوالو تر منځ شخړه رامنځ ته کړه

د یونان پولیسو د روان کال د اپریل په شپږمه،  د هغو شاوخوا ۲۰۰۰ کډوالو د درولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز او بیهوښه کوونکي لاسي بمونه کارولي چې غوښتل یې د مقدونیې سرحدونو ته و رسیږي.

د اپریل په څلورمه، وروسته له هغې چې د مقدونیې سرحدونو ته نږدې یو غیر رسمي کمیپ وتړل شو؛ کډوالو غوښتل د شورش ضد پولیسو له سیمې څخه د جګړې په زور ځانته لاره پرانیزي. ځینو د ډبرو او بوتلو ګوزارونه وکړل او کوچني اورونه یې بل کړل. د یاسر په نوم د سوریې یوه ۳۶ کلن ځوان رویټرز ته ویلي: (( موږ نه غواړو چې د یونان له پولیسو سره جګړه وکړو. موږ غواړو چې اروپا ته لاړ شو، موږ نه غواړو چې یونان کې پاتې شوو. )) 

له ساعتونو جګړې وروسته، ځینې کډوال په دې راضي شول چې د اوسیدو ځایونو ته په هغو بسونو کې لاړ شي، چې د کډوالو وزارت لخوا ورلیږل شوي وو. خو ځینو نورو بیا رد کړل.

د یاسر میرمنې فاطمې رویټرز ته ویلي: (( موږ به تر هغې دلته پاتې شو چې سرحدونه پرانیستل شي، موږ بل انتخاب نلرو.)) دې میرمنې سره خپل شپږ میاشتنی ماشوم هم و.

کډوال په ټولنیزو رسنیو کې د یوې اوازې په اساس بندر ته نږدې راټول شوي وو. دې جعلي خبر کې ویل شوي و چې سرحد بیا پرانیستل شوی او د سرحد اخوا نادولتي ادارې په تمه دي چې کډوال شمال ته انتقال کړي.

په یونان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) مشر جانا  فري (Jana Frey) ویلي: (( کډوال د قاچاقبرو لخوا هڅول شوي وو، چا چې دوی ته د اروپا د بندر د پرانیستل کیدو په اړه دروغ ویلي و. )) 

د یونان د کډوالو چارو وزیر ډیمټریس ویټساس(Dimitris Vitsas) ویلي (( خلک د یوه جعلي خبر په ذریعه، چې دوی ته یې غلطه لارښوونه وکړه، هڅول شوي وو؛ځکه چې دا خبر د دوی د هیلو مطابق و.))

له ۲۰۱۶ کال راهیسې چې کله د بالکان د لارې په اوږدو کې پرتو هیوادونو  خپل سرحدونه وتړل، په لسګونو زره کډوال په یونان کې بند پاتې شول. ډیری په کیمپونو کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي، دوی په موقتو سرپناوو او یا کوڅو کې اوسیږي.د (Médecins Sans Frontières) په نوم د یوې مرستندویه ټولنې په حواله، یونان کې د کډوالو ترمنځ  رواني ناروغۍ؛ لکه تشویش او خپګان ډیرې خپرې شوي دي.

عکس: د اپریل ۱۳، ۲۰۱۶ . د سوریې پناه غوښتوونکي کوښښ کوي چې د مقدونیې سرحدي موانع مات کړي، کډوال او پناه غوښتوونکي، د ایډومیني کلي ته نږدې د مقدونیېیونان، پر سرحد له پولیسو سره شخړه کوي.

TMP – 21/04/2019

Photo credit: April 13, 2016. Syrian asylum seekers try to break the Macedonia border fence, as migrants and asylum seekers clash with the Macedonian police at the Greek-Macedonian border, near Idomeni village