له نیمايي زیات کډوال د جرمني په رسمي ازموینه کې ناکام شوي
د جرمني ژبې او په ټولنه کې د ادغام په ازموینه کې د ناکام شويو کډوالو شمیره لوړه شوې ده. د جرمني رسنیو د خبرونو په حواله، نږدې نیمايي کډوال پاتې راغلي دي.
په ( Osnabrücker Zeitung) ورځپاڼه کې د حکومتي معلوماتو په استناد، د تخمینا ۲۰۲۰۰۰خلکو له منځه، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې کورس کې ګډون کړی و، ۹۳۵۰۰ ناکام شويدي. دا د ناکامانو ۴۵ سلنه اندازه ښيي، چې په ۲۰۱۷ کې دا کچه ۴۰ سلنه وه.
د ډای ویلټ (Die Welt) ورځپاڼې لخوا د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۲مه، په خپرو شویو شمیرو کې راغلي چې، نږدې ۴۰۰۰۰ هغو کسانو چې تیر کال یې کورس کې برخه اخیستې وه، سوریايي، افغانان، عراقیان، رومانیان، ترکان او بلغاریایان وو. د کورس ګډونوالو ته له ابتدايي درجې څخه تر منځنې درجې پورې جرمني ژبه ښودل کیږي چې دا ورسره هغې ازموینې ته په چمتوالي کې مرسته کوي چې ژوند په جرمني کې (Life in Germany) نومیږي.
د ژبې او ادغام د کورس له بشپړولو وروسته، له ګډونوالو څخه دا تمه کیږي چې په وړو خبرو پوه شي، په ساده ژبه خبرې وکولای شي او د هرې ورځې په کاریدونکیو متنونو پوه شي. له غیر جرمني تابعیت لرونکيو، چې غواړي د تل لپاره جرمني کې وه اوسیږي، دا غوښتنه هم کیږي چې په جرمني کلتور، تاریخ، قانوني سیستم او ارزښتونو پوه شي. په هر صورت، له اضافي ټولګیو سره سره، راپور ښيي چې په څلورو کې یو اوس هم ناکام دی. نږدې ۴۵۰۰۰ ګډونوالو چې کله ټولګي پیلول نالوستي وو.
راپور لیکي چې یوه موضوع دا ده چې داسې روښانه لارښود نه و چې د کورس منظمه حاضري ارزیابي کړي، دا کار یې ښوونکیو ته پرې ایښی و چې په انفرادي توګه خپل تصمیم ونیسي چې که چیرې ګډونوال ډیر وخت ټولګي کې برخه واخلي نو دا کافي ده چې کامیاب شي.
هغه خلک چې د کورس دواړو برخو کې بریالي شي، نو د ادغام د کورس تصدیقپاڼه ورکول کیږي.
د کډوالو لپاره د جرمني فډرالي دفتر (BAMF) د کورس د کیفیت له کبله تر نیوکې لاندې راغلی. دا دفتر په ۲۰۱۸ کال کی ۹۰ سلنه د کورس چمتو کوونکیو څارلی دی.
د دې ارزونې له مخې، یاده شوې اداره هڅول شوې چې د کورس د ۱۶ چمتو کوونکیو د کار جواز فسخ او یا یې بیا تازه نکړي. په پلان کې ده چې اخري ارقام د می په میاشت کې خپاره شي.
TMP – 29/03/2019
Photo Credit: Gallofilm/Shutterstock. The Federal Office for Migration and Refugees (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge) in Berlin
دا مقاله شریکه کړي