پولیسو د یوه المانی وګړی د قتل په شک دوه افغانان ونیول

د جرمني د سکسوني – انهالټ ایالت داخله وزیر وروسته له هغې چې جرمني پولیسو د کویدن په ښار کې دوه افغانان د یوه ځوان جرمني د قتل په شک ونیول، د ارامتیا غوښتنه وکړه.

د جرمني له (DPA) خبري اژانس سره په یوه مرکه کې داخله وزیر هولګر سټاهکنیکټ (Holger Stahlknecht) ویلي چې د دې غمجن مرګ له کبله په ژوره توګه خواشینی دی او د ښاریانو اندیښنې درک کولای شي؛ خو له ښاریانو غواړي چې ارامتیا غوره کړي چې له هغو نارامیو څخه مخنیوی وشي چې مخکې په چیمنتز (Chemnitz) ښار کې لیدل شوې وې.

دوه اونۍ وړاندې د یاد شوي ښار اوسیدونکیو د بهرنیو وګړو پر ضد وروسته له هغې مظاهره وکړه چې دوه پناه غوښتوونکیو  یو جرمني ژور ټپی کړ . د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د چیمنتز ښار مظاهره غندلې وه او ویلي یې و چې د دې ځای په کوڅو کې  د نفرت لپاره ځای نشته.

 (AFP) اژانس خبر ورکړی دی  چې ځايي پولیسو او څارنوالانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کویدن اوسیدونکی ځوان جرمنی وژل شوی او دوه کسان په موقتي توګه د قتل په شک بندیان دي. د اعلامیې په حواله، څیړنه روانه ده او د پیښې کره حالت لا تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د ادغام ایالتي ادارې مشر سوسي مویبیک (Susi Moebbeck) په خپل ټویټر کې لیکلي: (( تاوتریخوالی باید هر چیرته او هر ځای وغندل شي، وخت د غمرازۍ دی. وخت داحتیاط دی. د یو بل په فکر کې اوسئ. ))

د دې قتل په غبرګون کې شاوخوا (۲۵۰۰) کسانو مظاهره وکړه، ځینو فکر کاوه چې دوی په حقه مظاهره کوونکي دي، دوی په کویدین کې  یو یادګاري مارش وکړ، د جرمني بیرغ یې لیږدوه او د ملتپالنې شعارونه یې ورکول.

د کویدین ښاروال بیرنډ هاوچیلډ (, Bernd Hauschild) له ځايي ښاریانو وغوښتل چې مظاهره وغندي.

TMP – 12/10/2018