د یوه ماشوم وژنې د جرمني او سویس په پوله کې د لا سختو پلټنو غوښتنې په ډاګه کړي

د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۹ مه د یوه کډوال لخوا د ۸ کلن ماشوم تر وژنې وروسته، سیاستوالو له سویس سره د جرمني پوله کې د سختو امنیتي تدابیرو غوښتنه وکړه.

یوه اریټریایی شکمن کس هغه مهال یو ماشوم او مور یې د اورګاډي مخې ته وغورځول، چې ښاري تم ځای کې ولاړ وو. که څه هم مور یې روغ رمټه ده، خو ماشوم یې ووژل شو.

وروسته الماني چارواکو په ډاګه کړه، چې د سویس پولیسو زوریخ کې د تاوتریخوالي یوه پېښه کې د تورن کس د نېول کېدو امر ورکړی وو. نوموړی همدارنګه د اروا پوهانو تر درملنې لاندې و.

دې پېښې المان کې د کډوالۍ سیاستونو او د پولو مدیریت په اړه له وړاندې شته لانجې، لا پیاوړې کړي. د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیوفر د Der Spiegel په نوم المانی مجلې سره مرکه کې ویلي: چې دی به د سویس او المان پولې په اوږدو کې د ډېرې پلټنې لپاره فشار رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه: ” زه به پوله کې د زیرک کنټرول د تنظیم لپاره سخته هڅه وکړم. “

نوموړي له سویس سره پوله کې د المان د یوه ایالت باډن – وورټمبرګ د کورنیو چارو له وزیر اسټرابل څخه ملاتړ تر لاسه کړی.

اسټرابل ویلي: ” باید د ناقانونه پولو له تېرېدو مخنیوی وشئ. “

د المان د ښي اړخي ګوند مشر آلیس ویډل ویلي: نه یوازې دا چې له سویس سره پوله باید خوندي شي، څو د هېوادوالو امنیت ساتنه وشي، بلکې نور جدي ګامونو ته هم اړتیا ده. ”

خو سیفوفر هم، له خپلو سیاسي مخالفینو نیوکې تر لاسه کړي. د لېبرال ډموکراتانو ګوند د کورنیو چارو ویاند بنیامین اسټراسر ویلي: چې اوس مهال پوله کې دوره یې څېړنې تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړي:” د دغه ډول ګنټرول په شتون سره بیا هم  فرانکفورت کې  تورن نه درول کېده، ځکه د هغوی پرضد د نېولو هېڅ ډول حکم شتون نه درلود. “

المان په دې وروستیو کلونو کې د هغو کډوالو لپاره اصلي مقصد هېواد دی، کوم چې د نښتو او لوږې له امله تښتېدلي. په حقیقت کې، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل اېتلافي حکومت، په لومړي سر کې له پناه غوښتونکو هرکلۍ وکړ.

په همدې لړ کې، په دې وروستیو میاشتو کې په لید لورو کې بدلون رامنځ ته شوی. مهمې سیاسي څېرې، لکه: د المان د کډوالۍ او پناه غوښتې دفتر رییس هان ـ اچارد سامر، پوله کې د سخت مدیریت غوښتنه کړي.

TMP – 29/08/2019

Photo credit: Pradeep Thomas Thundiyil / shutterstock.com

Photo caption: المان – فرانکفورت ـ د ۲۰۱۹ کال د جولای ۳۰ مه:  تم ځای (پلیټ فارم) ته نیږدې ګلونه او ډېوې، چېرته چې یو اته کلن ماشوم د اورګاډي مخې ته غورځول شوی و.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ