مجیب الرحمان؛ د افغان ځوانانو الګو
د فرانس ۲۴ په حواله، ځوان کرکټ لوبغاړی مجیب الرحمان د انګلش هامپشیر) English Hampshire (په نوم د یوه کلب لخوا د بلاسټ ټورنمنت شل اوریزه سیالیو ته واخیستل شو.
مجیب، تیر کال ډسمبر کې په خپل نړیوال حضور سره د کرکټ د وتلو لوبغاړو په منځ کې ځان ته ځای پیدا کړ. مجیب له هغو اصلي لوبغاړو څخه و چې د افغانستان ملي ټیم لپاره یې د نړیوال کپ سیالیو ته د ګډون لاره پیدا کړه. دا سیالي به راتلونکی کال په انګلستان کې ترسره شي. هغه د روان کال له جنوري راهیسې د هندوستان پرایمیر لیګ (Indian Premier League {IPL}) کې د ( کینگ XI پنجاب) ډلې لپاره لوبیږي.
د هامپشیر د کرکټ مدیر گایلز وایټ (Giles White) ویلي: (( مجیب هغه څوک دی چې ای پي ایل کې وموندل شو، هغه له ښې کارکردګۍ سره راځي. هغه د ای پي ایل له مخکښو توپ اچوونکیو څخه دی او په بشپړه توګه متفاوت دی. ډیر لوبغاړي به هغه سره د مخامخ کیدو جرئت ونلري. ))
مجیب ویلي: (( دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې د انګلستان په کورني کرکټ کې لوبیږم، زه په ډیرې لیوالتیا د خپل ژوند دې وروستۍ ننګونې ته منتظر یم. هیله لرم چې سږ کال له هامپشیر ټیم سره په خپله کاري دوره کې د دې ټیم په بریا کې مرسته وکړم. ))
کرکټ په افغانستان کې له ډیرو مشهورو لوبو څخه دی، په زرګونو افغانان د ای پي ال سیالۍ ګوري چې د مجیب او راشد خان په څیر ځوان افغان لوبغاړي پکې لوبیږي. دې لوبغاړو په افغانستان کې د میلیونونو زلمیانو زړونه او ذهنونه را خپل کړي دي.
زاهد، د ګڼو نورو افغانانو په څير د کرکټ یو مینوال دي. هغه په ۲۰۱۶ کې ښوونځی پریښود او اروپا ته د تګ لاره یې خپله کړه. په ترکیه کې له یوه کال تیرولو وروسته، په مارچ کې بیرته کابل ته راغی. هغه اوس په یوه لیسه کې سبق وايي او هم یې د کرکټ لوبه شروع کړې ده.
هغه کډوال پروژې ته وویل چې غواړي وطن یې پرې وویاړي.
زاهد، وویل: (( کورنۍ مې مجبور کړم چې اروپا ته لاړ شم؛ خو کله چې له ایرانه ترکیې ته واوښتم، سرحدونه تړلي وو. په ترکیه پرته له یوې روښانې راتلونکې اوسیدم او په دې نه توانیدم چې دلته خپلو هیلو ته ورسیږم؛ نو بیرته افغانستان ته را وګرځيدم. غواړم چې د راشد خان او مجیب په څیر یو مسلکي لوبغاړی شم چې خپل هیواد ته په نړیواله کچه ویاړ او درناوی وګټم))
TMP – 13/07/2018
دا مقاله شریکه کړي