د امریکې متحدو ایالتونو محکمې د افغانانو او عراقیانو په ګټه حکم ورکړ او په ویزې کې ځنډ یې ناقانونه وباله

د امریکې په متحدو ایالتونو کې د فدرال یوه قاضي داسې حکم ورکړی چې له مخې یې د هغو سلګونو افغان او عراقي وګړو د ویزې په څېړنه کې ځنډ ناقانونه دی کوم چې د افغانستان او عراق په جګړه کې یې د امریکې له متحدو ایالتونو سره همکاري کړي.

هغو افغان او عراقي وګړو چې د امریکې له پوځ سره یې کار کاوه، د کډوالۍ په ځانګړې ویزې (SIV) سره  کولای شي د امریکې متحدو ایالتونو ته د قانوني کډوالۍ لپاره اقدام وکړي. په همدې لړ کې کلونه کېږي چې یو شمېر متقاضیان په ګواښمنو شرایطو کې خپلو غوښتنو ته د رسیده ګي په تمه دي. ډېری دغو کسانو د جګړې په مهال د امریکې متحدو ایالتونو له پوځ سره د ژباړوونکي په توګه کار کړی.

د محاکمې په لړ کې د افغان او عراقي وګړو متحدینو د قاضي پومپئو پر وړاندې وویل،” دا رښتیا ده چې د دوسیو څیړنې بهیر ستونزمن دی په دې موده کې رامنځ ته شوی ځنډ توجیه نلري، ځکه کانګرس په ۹ میاشتینۍ موده کې کړکیچ نغوته کړي.” نوموړي وویل چې د امریکې دولت د ۲۰۱۳ کال قانون ته د نه پاملرنې په برخه کې هیڅ ډول د قناعت وړ توجیه نه ده وړاندې کړې، چې له مخې یې د SIV غوښتونکي باید د ۹ میاشتو په لړ کې د غوښتن لیکونو تر وړاندې کولو وروسته، خپله نتیجه تر لاسه کړي”.

دغه شکایت له کډوالو سره د مرستې نړۍوالې پروژې(IRAP) لخوا وړاندې شوی دی،  دغه ډله په نیویارک کې میشته ده چې کډوالو او بې ځایه شویو ته په نیغ ډول حقوقي مرستې وړاندې کوي.

شکایت کوونکو په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو کې خپلې غوښتنې استولې دي. خو د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۲ مه  د دوسیې وړاندې کولو په موده کې بېرته نه دي ورغلي. ” دغه غوښتونکي( متقاضیان) کولای شي، په منطقي ډول تمه ولري چې د خپل (SIV) غوښتن لیک، له څلورو کلونو په ډېره موده کې د ویزې له ترلاسه کولو وړاندې تېر کړي. ” په (IRAP)   بنسټ کې یو وکیل دیپا آلاژسان وویل:  دغه حکم کولای شي د دغو میرمنو او سړيو او د دوي د کورنیو لپاره چې له ډېر وخت راهیسې په تمه دي، هوساینه رامنځ ته کړي”

نوموړي زیاته کړه: ” دوی په میړانې سره بهر کې زموږ د ماموریت په ملاتړ خدمت کړی او موږ په بدل کې له دوی سره د خوندي لارې ژمنه کړي دغه حکم ضمانت کوي، چې موږ په خپلې ژمنې عمل وکړو. “

TMP – 30/09/2019

Photo credit: شتر ستاک/ تریستان رواراک

Photo caption: افغانستان، بغلان ۲۰۱۱ کال د مارچ ۲۰: افغان ژباړوونکی له افغان سرتېري سره د مرکې په حال کې.