صحرا کریمي په افغانستان کې لومړنۍ میرمن ده چې د افغان فلم مشره شوه
افغان ښځینه فلم جوړونکې او ډایرکټره صحرا کریمي د افغان فلم عمومي رییسه وګمارل شوه. دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د فلم جوړولو حکومتي تولیدي کمپنۍ مشره ټاکل کیږي.
د طلوع نیوز په حواله؛ کریمي دغه مقام له نورو وړ کاندیدانو سره په یوې جدي ازموینه کې له سیالۍ وروسته تر لاسه کړ، دا ازموینه د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون لخوا واخیستل شوه.
د کمیسیون ویاند فرید احمد ویلي: (( صحرا کریمي د افغان فلم ریاست ګټلو لپاره ټاکل شوې نمبرې په یوه ازاده او رڼه سیالۍ کې ترلاسه کړې، په کومه کې چې په لوی شمیر کسانو برخه اخیستې وه.))
دیرش کلنه کریمي لومړنۍ افغانه ده چې په سینما کې د ډاکټري (PhD) تر کچې زده کړې لري. په تیرو لسو کلونو کې هغې له ۳۰ ډیر فلمونه؛چې لنډ هنري فلمونه، دوه مستند او یو اوږد هنري فلم پکې شامل دی، ډایرکټ کړي دي. په دې کې ځینې د نړیوالو جایزو ګټوونکي هم دي. لکه: د اشټرنګ شاته میرمنې، د یوې کډوالې نجلۍ خاطرې او د خیال په لټون.
کریمي طلوع نیوز ته ویلي: (( جګړې، د تولید په برخه کې پر افغان سینما اغیز کړی؛ خو زموږ فلم کیدای شي د محتوا له مخې ډير غني وي ځکه زموږ هیواد له رنګینو کیسو ډک دی.))
د هالیووډ فلمي لوبغاړې او ډایرکټرې انجیلینا جولي (Angelina Jolie)، کریمې ته د دې دندې مبارکي ویلي او دا یې د افغانستان میرمنو لپاره تاریخي لاسته راوړنه ګڼلې. هغې په یوه لیک کې لیکلي: (( د افغان فلم کمپنۍ د مشرې په توګه ستا د مقرریدو په خبر حیرانه شوم. غواړم تاسو ته د دې مهمې لاسته راوړنې لپاره مبارکي ولیکم. افغانستان مې زړه ته ډیر نږدې دی، زه دا درک کولای شم چې ستا مقرري ستا مینوالو، په ځانګړې توګه د هیواد میرمنو ته، څومره مهمه ده. ))
په رسمي توګه، کریمې خپله دنده د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۹مه پیل کړه. دا داسې وخت دی چې ډیر با استعداده کسان وطن پریږدي. کریمي ژمنه وکړه چې افغان فلمي صنعت ته به وده ورکوي او دا به ځوانانو ته د خدمت کولو د الهام سرچینه وي.
په کابل کې د خورشید ټلویزیون ژورنالیسته شبنم لطیفي وایي د کریمي په څیر میرمنې، د وطنپالنې ارزښت ته خلک هڅوي.له کډوال پروژې سره په یوې مرکه کې لطیفي وویل: هغې[کریمي] افغان نجونو ته لاره وښوده. خپل وطن کې پاتې شوه، کار کوي چې په زړورتیا خپل وطن اباد کړي.
TMP – 08/06/2019
Photo credit: Sahraa Karimi/Facebook
Photo caption: د عکس تشریح: ۳۰ کلنه صحرا کریمي، د افغان فلم د لومړنۍ ښځینه عمومي رییسې په توګه وټاکل شوه
دا مقاله شریکه کړي