په زرګونو کسانو د موسیقي په یوه استثنايي پروګرام کې، چې په بامیانو کې جوړ شوی و، برخه واخیسته
د دمبورې غږولو فیستیوال د جون په ۲۹مه جوړ شوی و، چې د افغانستان دودیزه موسیقي بیا را ژوندۍ کړي او هم د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام بامیانو ته را واړوي. بامیان د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه ډير ازاد خیاله دی.
په دې دوه ورځني فیستیوال کې د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه په زرګونو مینوالو او ځینو بهرنیانو ګډون کړی و. دا پروګرام د افغانستان په لومړني ملي پارک بند امیر کې جوړ شوی و.
تنظیموونکيو ویلي چې په دې فیستیوال کې د پنځو ولایتونو د موسیقي ۱۱ ډلو او ۵۰ ولسي سندرغاړو ، چې میرمنې هم پکې وې، په ژوندۍ بڼه هنر نمايي وکړه.
ځايي سندرغاړې عزیزه اکبریان طلوع نیوز ته ویلي: (( نجونې د ښځینه سندرغاړو په لیدلو هیاجاني شوې. موږ یې ډیر تشویق کړو.))
نڅا او د ښځینه وو لاسي صنایعو ننداره هم د دې فیستیوال یوه برخه وه. د مرکزي ولایت دایکنډي د نڅاګرو یوې ډلې په ستیج نڅا وکړه او د لیدونکیوو لخوا تشویق شول. د دې فیستیوال په جریان کې یو شمیر ځايي میرمنو ، چې د لاسي صنایعو کاروبار کوي، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
بامیان هغه ولایت دی چې هم ښکلې طبیعي منظرې لري او هم ښه امنیت، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره په زړه پورې دی. افغان چارواکي کوښښ کوي چې د دغه شان فیستیوالونو له لارې د راتلوونکیو سیلانیانو شمیره لوړه کړي.
یوې پاکستانې میرمنې اسیا بي بي چې له یوه افغان سره یې واده کړی، طلوع نیوز ته وویل: (( دا لومړی ځل دی چې د دمبورې په فیستیوال کې برخه اخلم. هر څه راته نوي دي. زه دلته راغلم چې په نوي کلتور او محلي موسیقي پوه شم.))
افغان ازاد خبریال امیر نوابي، چې په دې فیستیوال کې یې ګډون کړی و، له (TMP) سره په یوه مرکه کې وویل چې هیله مند دی د ګرځندوی برخه د ځايي خلکو ژوند ته وده ورکړي او خلک له ناقانونه کډوالۍ څخه را وګرځوي.
نوابي وویل: (( افغانستان تاریخي او ښایسته طبیعي منظرې لري، لکه بند امیر چې په بامیانو کې دی. د دې هیله شته چې د ګرځندوی څانګه به افغانانو ته د هیواد په کچه یو اقتصادي خوځښت رامنځ ته کړي. دلته په دې وطن کې ګڼ اقتصادي فرصتونه شته او اوس اروپايي هیوادونو ته کډوالي له هر وخت ډیره سخته شوې، یواځینۍ لاره دا ده چې خلک دلته پاتې شي او له دغو اقتصادي فرصتونو څخه د ښه ژوند لپاره ګټه واخلي.))
TMP – 07/08/2018
دا مقاله شریکه کړي