د کورنیو چارو وزیر: جرمني د شړلو سخته کړنلاره عملي کوي

په جرمني کې د کډوالۍ او کډوالو ادارې نوي ګومارل شوي مشر، د پناه غوښتونکیو د شړلو لپاره د شدیدو اقداماتو غوښتنه کړې؛ حتی په هغو حالاتو کې چې انفرادې قضیې سختې وي.

د روان کال د نومبر په ۱۰مه، له جرمني مجلې  سره په یوه مرکه کې  هن ایکارد سومر ویلي چې قصد لري د رد شویو پناه غوښتوونکیو د شړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. کله چې له سومر نه دا پوښتنه وشوه چې د پناه غوښتنې سرسخت مخالف نه دی، سومر وویل زه خپل ځان داسې معرفي کوم:( که موجوده قانون ما مخالف وګڼي، نو بیا مخالف یم.)

سومر په جون کې وروسته له هغې پر یاده شوې دنده وګومارل شو چې مخکینۍ مسوولې  جوټا کورټ په بریمن ښار کې د پوښتنو وړ تصمیم له امله له دندې ګوښه شوه. د هغې دفتر په دې تورن شو چې لږ تر لږه دوه افراطیانو ته یې پناه ورکړې وه او ۴۴ نور هغه کسان یې له دې سره سره چې اسلامي ډلو سره یې اړیکې درلودې، د کډوالو په توګه منلي وو.   

سومر وویل: (( څه چې په بریمن کې پیښ شول، بد و. مسوولینو د لږو کارکوونکیو په منځ کې  جدي تیروتنې وموندلې؛ چیرته چې د دې لوبې تر شاه لاسونه وو. ))

نوموړي همدارنګه په جرمني کې د پناه غوښتونکیو د ساتنې او د هغوی د درخواستونو د ارزولو د مرکزونو له جوړولو څخه ملاتړ وښود. دا مرکزونه جرمني کې د  په نوم یادیږي؛ کوم چې د کورنیو چارو وزیر هارسټ سیهوفر لخوا پیشنهاد شوي وو. دا مرکزونه په دې مانا دي چې هلته پناه غوښتونکي د پاتې کیدو  د حق د معلومولو تر وخته وساتل شي او د رد شویو پناه غوښتونکیو شړلو ته سرعت ورکړل شي.

سیهوفر د روان کال په می کې ویلي و: (( موږ ټول په دې پوهیږو چې دا څومره سخته ده چې خلک پرته له محافظته وشړو، وروسته له دې چې له خپلو هیوادونو را خواره شوي  او زموږ په ټولنه او ښارونو کې یې ریشي کړي دي. )) هغه کسان چې د دغو مراکزو له جوړیدو سره مخالفت کوي دا دلیل وړاندې کوي چې دغه کار په لومړیو وختونو کې هغه کسان ،چې  په واقعي توګه د پناه غوښتنې او ادغام فرصت ورته شته، له دغه چانس څخه محروموي.

په هر صورت، سومر ټینګار کوي چې دې مرکزونو پناه غوښتوونکیو ته د پناه ترلاسه کولو ځینې فرصتونه په نظر کې نیولي دي. هغه زیاته کړه چې مخالفین د مطلوبه پایلو ضد دي.  

د هغو کډوالو لپاره چې د ناامنیو او فقر له کبله د منځني ختیځ او افریقا له هیوادونو څخه را اوړي، په اروپايي ټولنه کې یې  جرمني اساسي هدف دی. د ۲۰۱۸ کال د جنوري او اکتوبر تر منځ په ټولیزه توګه جرمني کې د پناه غوښتنې (۱۳۸۶۵۵) لومړني درخواستونه ترلاسه شوي دي. د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل حکومت د کډوالو لپاره د هرکلي یوه پراخه کړنلاره غوره کړې وه خو؛  ښي اړخو او د اروپايي ټولنې د نورو غړو له سخت مخالفت سره مخ شوه .

TMP – 05/12/2018

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ.

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ، زمونږ همکار به ستاسی پوښتنی ته ځواب ووایی، ستاسی هویت به خوندی وی.

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ