د بشري حقونو راپورونه: په کروشیا کې له کډوالو سره تاوتریخوالی او تیری کیږي
د کروشیا پولیس د هغو زرګونو کډوالو پر وړاندې، چې لویدیځې اروپا ته د ورتګ هڅې کوي، د منظم،قانون خلاف مکرر تاوتریخوالي او په ډلییزه توګه په زوره د هغوی د اخراجولو مرتکب شوي دی.دا خبره د بخښنې نړیوال سازمان کړې ده.
هغه راپور کې چې لندن میشتې بشري حقونو د څار ډلې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۳ خپور کړی، پر اروپايي حکومتونو یې تور پورې کړی چې د نړيوال قانون په پرتله د پولې کنټرول ته لومړيتوب ورکوي. دې راپور د بوسنیا او هرزګوینا په کیمپونو کې د کډوالو سروې کړی ده.
نږدې ټولو هغو کسانو چې مرکې ورسره شوي، د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې دوی د کروشیا پولیسو لخوا بوسنیا ته شړل شوي او تقریبا له درېیو څخه یوه تن د پولیسو لخوا د تاوتریخوالي خبره کړې ده.
په راپور کې راغلي: (( ډیرو دا روښانه کړې ده چې دوی څه ډول وهل شوي، اسناد یې ور خراب کړي، شیان یې ترې پټ کړي، ښکاري چې د کروشیا د مقاماتو لخوا داسې منظمې او قصدي کړنلارې طراحي شوي چې هغوی [کډوال] په راتلونکي کې کروشیا ته له را داخلیدو څخه منع کړي. ))
له بوسنیا څخه کروشیا ته غځیدلې سړک د هغو کډوالو تر منځ ډیر مشهور دی چې غواړي لویدیځې اروپا ته لاړ شي. په ځانګړې توګه هغو کډوالو ترمنځ چې له آسیا او منځني ختیځ څخه سرچینه اخلي. کډوالو د هنګري له لارې د سفر کولو چانس وروسته له هغې له لاسه ورکړ چې د دغه هیواد لومړي وزیر ویکټور اوربان (Viktor Orban)حکومت، د سرحدونو شاوخوا موانع ایجاد کړل. له همدې کبله، ډیر کډوال او پناه غوښتوونکي،په ځانګړې توګه د ایران، افغانستان او پاکستان کډوال په بوسنیا کې ایسار پاتې شول.
دې راپور ته په ځواب کې د کروشیا د کورنیو چارو وزیر ډاور بزینویک(Davor Bzinovic )، دا تورونه رد کړي دي او ټینګار یې کړی چې پولیس د کډوالو بنیادي حقونو او عزت ته درناوی کوي. هغه ویلي چې کډوالو ته اجازه ورکړل شوې چې که اړتیا لري نو د ساتنې نړیوالو سیستمونو ته به لاسرسی ولري.
نوموړي د اروپا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان د دفتر مشر ته په یوه سرخلاصي لیک کې لیکلي: (( د کروشیا جمهوریت د اروپايي ټولنې د یوه غړي په توګه دا دنده لري چې د هیواد سرحدونه وساتي او له ناقانونه کډوالو څخه مخنیوی وکړي. ))
TMP – 21/03/2019
Photo Caption: کډوال چی د بالکان د لاری په مسیر کی د اراپایی ټولنی د نښی څخه تیریږی.
دا مقاله شریکه کړي