بوسنیايي مسوولینو له ترهګرۍ او انساني قاچاق سره د تړاو په شک افغان کډوال نیولي

د بوسنیا د بهرنیوچارو خدمتونو څانګې د فبروري په ۱۹مه، ویلي چې د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې، شپږ افغان کډوال د نړیوالې ترهګرۍ، انساني قاچاق او سازمان شویو جرایمو سره د تړاو په شک نیول شوي دي. دا خبر رویټرز خبري اژانس خپور کړی.

د یوې اعلامیې په حواله، دا کډوال به له بوسنیا څخه وشړل شي، ځکه چې دوی د عامه نظم او امنیت لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

په ۲۰۱۸ کال کې له ۲۵۰۰۰ ډیر کډوال چې عمدتا د افغانستان، پاکستان، عراق او ایران اوسیدونکي دي، د بوسنیا خاورې ته داخل شوي او هڅه کوي چې له دې ځایه د لویدیځې اروپا او شمالي اروپا شتمنو هیوادونو ته لاره پیدا کړي. په هر صورت، د هنګري او سلوانیا تړلو بندرونو له کبله، ګڼ شمیر کډوال د اوږده وخت لپاره په بوسنیا کې ایسار پاتې.

د کورنیو چارو وزیر ډراګان میکټیک (Dragan Mektic) ویلي: (( موږ د دوی دخولي لاره پلټو، دوی بوسنیا ته ناقانونه داخل شوي.

په بوسنیا کې میشت کډوال د خپل سفر د جاري ساتلو لپاره کروشیا ته د لارې پیدا کولو په هڅه کې دي. په همدې دلیل د کروشیا پولیسو پر سرحدونو کنټرول سخت کړی او له بوسنیا څخه د هر ناقانونه  داخلیدونکي مخنیوی کوي.

د اروپا امنیت ته د ترهګرۍ خطر د پیښیدو له امله، نورو هیوادونو لکه هنګري یو قانون تصویب کړی او پر هغو کډوالو یې سخت بندیزونه لګولي کوم چې هڅه کوي دې هیواد ته داخل شي او یا ترې واوړي.

په همدې ورځ پولیسو یونان ته نږدې د اډریاټیک سیند ساحل ته څیرمه،  هغه لارۍ درولې چې د سلوانیا لایسنس او پلیټ یې درلود. په دې لارۍ کې ناقانونه کډوال پټ شوي وو. په دې موقع دوه شکمن قاچاقبر هم نیول شوي دي.  

TMP – 27/02/2019

Photo caption: Refugee and migrant camp in Bosnia and Herzegovina near Croatian border. Velika Kladusa. Tents and people in Syrian refugee camp. European migrants crisis. Balkan Route. Migrants from Syria, Pakistan – Image