بیرته راشړل شوي افغان کډوال په افغانستان کې له رواني فشار او یوازیتوب سره مخ دي

په زوره شړل شوي، د افغانانو په منځ کې  له رواني فشار سره مخ دي او د بیا مهاجرت خوبونه ویني.دا خبره د ډنمارک د کډوالو شورا د کډوالۍ ګډ مرکز کړې ده.  

د دې مرکز په وروستي راپور کې راغلي: (( د لرې والي خوبونه [Distant Dreams]: د افغان شړل شویو کډوالو هیلې درک کوي.))  یاد شوي مرکز په ډاګه کړې چې رواني کړاو په خاص ډول د شړل شویو افغانانو لپاره په خپله ټولنه کې بیا ادغام او د نوي ژوند پیل لا پسې سخت کړی. دا راپور له ۵۶ هغو افغان کډوالو سره د مرکو په بنسټ جوړ شوی چې پخوا له ایران، پاکستان او اروپا څخه شړل شوي دي.

د ګډې کډوالۍ مرکز مشر برام فروس (Bram Frouws) ویلي: (( زموږ څیړنه ښيي چې که چیرې څوک په زوره شړل شوی وي،نو معمولا ډیرې رواني صدمې ویني او په افغانستان کې د خپلې راتلونکې جوړولو لپاره ناخوښه وي. دغه ډول خلک له دې سره زیاته علاقه لري چې بیا د مهاجرت هڅه وکړي. ))

راپور ښيي چې د راشړل شويو لپاره کارموندنه او مالي امنیت له ټولو عامه هیله وه، بیا مهاجرت یې دویم پلان و. اوس، د کډوالۍ د ګډ مرکز په حواله ډیری کسان بیا کډوالۍ ته د خپل یواځیني انتخاب په سترګه ګوري.

فروس ویلي: (( د هغو خلکو لپاره چې په فشار او زور شړل کیږي؛ دا معمولاً د دې مانا لري چې دوی هغه حالت ته بیرته ورګرځي، د کوم له کبله چې کډوالۍ ته  هڅول شوي وو. د مثال په توګه؛ لکه شخصي ځورونه یا اقتصادي دلایل. بلعکس، په رضا کاره توګه بیرته راګرځیدل، داسې ګڼي چې حالت تغییر شوی نو په افغانستان کې د خپلو ځانونو لپاره د نوې راتلونکې جوړولو ته  ډیر لیواله ښکاري. ))

له ۲۰۱۶ کال راهیسې، (2.4 میلیونه) افغانان وطن ته راګرځیدلي. ځینې په خپل زړه او ځینې په زوره. ډیری یې د خپل مهاجرت او بیرته راستنیدو په دوران کې له رواني کړاو سره مخ شوي دي. څیړنه ښيي چې افغانستان ته د بیرته راګرځیدونکیو کډوالو رواني حالت د دوی له توان او په ټولنه کې بیا ادغام د دوی له خوښې سره رابطه لري.

فروس وايي: (( په داسې یوه وخت کې چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره نړیواله کړنلاره حاکمه ده او د افغانانو یوه لویه شمیره په خپله خوښه یا زور بیرته ستنیږي، نو دا راپور له دې اړخه هم ډير مهم دی چې پوه شوو څنګه کولای شو چې حالت یقیني کړو او د دوامداره بیرته ستنیدونکیو لپاره خوندیتوب او اسانتیاوې داسې برابرې کړو چې دا خلک بیرته کډوالۍ ته اړ نشي. ))

TMP .- 24/03/2019

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ