سړې هوا په زرګونو کډوال بوسنیا کې ایسار کړي
اروپا ته په لاره په زرګونو کډوال د ساړه ژمي او په کروشیا کې د تړلو سرحدونو له کبله په بوسنیا کې ایسار پاتې شوي.
له (۳۰۰۰) ډیر کډوال چې افغانان هم پکې شامل دي، د سرحدي ښارګوټو بهاک او ویلکا کلاډوسا په درېیوو موقتي کیمپونو کې ژوند کوي او مرسته کوونکي ورته خواړه او پناه ځایونه چمتو کوي. په یوه موقتي کیمپ کې ،چې له کاره لویدلې فابریکه کې جوړ شوی، (۲۰۰۰) کډوال په خیمو او کانټینرونو کې اوسیږي.
له هغې وروسته چې له هنګري او سلوانیا څخه تیریدونکې د بالکان پخوانۍ لاره تړل شوې؛ بوسنیا د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ لپاره له مشهورو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. په زرګونو کډوال او پناه غوښتوونکي تمه لري چې کروشیا ته داخل شي او بیا له هغه ځایه شتمنو اروپايي هیوادونو ته لاره پیدا کړي.
د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهیسې له ( ۲۳۰۰۰) زیاتو پناه غوښتوونکيو او کډوالو ،چې ډیری یې د پاکسان، افغانستان او ایران اوسیدونکي دي، د بوسنیا لاره یې خپله کړې ده.
پاکستاني کډوال حمزه رویټرز ته ویلي: (( دلته له ژمي سره په لویه ستونزه کې یوو، کله چې دا ختم شي، نو زه به بیا کوښښ وکړم. ))
د کډوالو د جریان بندولو لپاره، د کروشیا حکومت او اروپايي سرحدي ځواکونو (Frontex) پر ۱۰۰۰ کیلومتره ځمکني بندر نظارت زیات کړی دی.
کډوالو رویټرز ته د کروشیا د پولیسو لخوا د تیریو په اړه ویلي دي؛ خو دا هغه تور دی چې یاد هیواد رد کړی.
اروپايي ټولنې په ۲۰۱۸ کال کې شاخوا (9.2) میلیونه ایرو ځانګړې کړي چې بوسنیا سره د کډوالو د جریان په درولو کې مرسته وکړي. خو په بوسنیا کې د کډوالو د شمیرې په لوړیدو د بهاک ښاروال سهریت فازلیک (Suhret Fazlic) دې ته لمسولی چې ووايي دوی باید بند شي. ښاروال له ایرو نیوز سره د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې، په یوه مرکه کې ویلي: (( نوي راتلونکي او بهاک ته نوي راتلونکي کډوال، باید ودرول شي اوهغه اضافي کډوال چې وار د مخه په بهاک کې دي، بل ځای ته به وشړل شي، ځکه چې بهاک یوه کوچنۍ ټولنه ده چې (۵۰۰۰۰) اوسیدونکي لري.که چیرې دلته شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال وي، نو دا مانا ورکوي چې دا د ځايي خلکو لس سلنه جوړوي او دا یوه ستونزه ده. ))
هغه زیاته کړې: (( اروپايي هیوادونه لکه کروشیا، ایټالیا، اتریش، جرمني او… باید دغه کډوال خپل کړي. دوی ( کډوال) ټول غواړي چې جرمني، اتریش، ایټالیا او فرانسې ته لاړ شي. دوی نه غواړي چې په بوسنیا کې پاتې شي، دا یو مشکل دی. ))
TMP – 21/01/2019
دا مقاله شریکه کړي