د اتریش دفاع وزیر د اروپايي ټولنې پر پوځیانو غږ کړی چې سرحدونه لاپسې ټینګ کړي

د اتریش دفاع وزیر ماریو کوناسیک (Mario Kunasek) د اروپايي اتحادیې پر نورو غړو غږ کړی چې د هغه پلان ملاتړ وکړي، کوم چې د اروپايي ټولنې پوځ  ته اجازه ورکوي چې د سرحدونو د ساتونکیو حمایت وکړي چې اروپايي اتحادیې ته د کډوالو د داخلیدو مخه ونیول شي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، دا غوښتنه د هغې غونډې په جریان کې شوې، کومه چې تازه د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو تر منځ په ویانا (اتریش پلازمینه)  کې جوړه شوې وه. له ناستې وروسته ښاغلي کوناسیک، څوک چې د کډوالو د ازادۍ ضد ګوند غړی دی، وویل چې دلته په دې اړه مثبت بحث وشو.

هغه زیاته کړه: (( موږ باید خپلې پولې په اغیزمنه توګه وساتو.))

اتریش کوښښ کوي چې د اروپايي ټولنې له مشرۍ په استفادې، دا یقیني کړي چې دلته به د (۲۰۱۵) کال د کډوالو ناورین بیا نه تکراریږي، په دې کال  کې له یو میلیونه ډير کډوال اروپا ته راغلي وو.

په هرصورت، نور اروپايي هیوادونه د اتریش د دې پلان په اړه په شک کې دي.

 د استونیا دفاع وزیر جوري لویک (Juri Luik ) رویټرز ته ویلي: (( دلته ډیرې کمې لارې شته چې پوځیان یې، حتی په نظري توګه،  سرحدي سیمو کې کارولی شي. ))

هغه زیاته کړې: (( که تاسو وسلواله جګړه ونلرئ، نو هر څه د پولیسو په ذریعه سرته رسیدای شي.))

د دفاع وزیرانو د غونډې په جریان کې، ایټالیې هم له نورو اروپايي هیوادونو غوښتنه وکړه چې خپل سرحدونه هغو بیړیو ته پرانیزي کومې چې په مدیترانې سمندر کې کډوال ژغوري، همدارنګه ایټالیا په تهدیدی ډول دا ویلی که چیری دا کار و نه کړی نو خپله همکاری به د اروپايی ټولنی سره د موسوم په عملیاتو کی چی په صوفیه کی ادامه لری و ځنډوی.

د ایټالیې دفاع وزیر الیسابیټا ټرینټا (Elisabetta Trenta) ویلي: (( دا نور ممکنه نه ده چې ایټالیا یوازې له کښتیو څه د ښکته کیدو بندر شي او ټول کډوال په سمندر کې وژغورل شي.

ایټالیا نوری غوښتنی هم لری چی د هغی له جملی څخه د  کیښتیو ژغورل شامل دی پداسی حال کی چی د اروپايی ټولنی نور غړی هیوادونه ژمن دی چی دوی وژغوری، لدی ټولو سره بیا هم هیڅ هیواد د صوفیی د عملیاتو لپاره د یوی بدیلی طرحی پیشنهاد و نه کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ کړنلارې مشر فیډریکا موغیریني، وویل: (( نن ورځ د سرحدونو په اړه د تعهد موضوع نه وه. لا هم په دې اړه   سیاسي اراده شته چې حل لاره پیدا کړي. ))

TMP – 14/09/2018