کولای شم په فرانسه او انګلستان کې د کورنیۍ د ادغام لپاره درخواست وکړم؟
د ډوبلین مقرراتو لاندې، د کورنۍ بیا یوځای کیدو لپاره مختلف معیارونه په پام کې نیول شوي:
د لویانو او کورنیو لپاره:
که چیرې ستاسو لږترلږه یو د کورنۍ غړی په ډوبلین هیواد کې راجستر وي، تاسو په همهغه هېواد کې د پناه غوښتنې ادعا کولای شئ. که چیرې د کورنۍ بیا یوځای کیدنه تایید شي، تاسو کولی شئ هلته ورسره یو ځای شئ او د خپلې پناه غوښتنې ادعا ته ادامه ورکړئ. د مثال په توګه، که تاسو په فرانس کې پناه غوښتنې ادعا وکړئ او چارواکو ته ووایاست چې ستاسې د کورنۍ غړي په برتانیا کې دي، فرانسوي چارواکي کولای شي له انګلستان څخه غوښتنه وکړي چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعا وګوري. که ستاسو د کورنۍ غړی (زوج یا کوچنی ماشوم) یو پناه غوښتونکی وي چې د هغه د ادعا په اړه لومړی پریکړې ته منتظر وي، یا په انګلستان کې مهاجر یا یې بشري تحفظ اخېستی وي، انګلستان مسؤل دی چې ستاسې د پناه غوښتنې ادعا ارزونه وکړي، که د کورنۍ رابطه وښودل شي. برتانیا کولای شي په غیر معمولي ډول مسؤولیت په غاړه واخلي ترڅو د کورنۍ غړي د بشري شرایطو په اساس یوځای کړي.
بې مله (یواځې) ماشومان
د کورنۍ د بیا یوځای کیدنې اوله ماده هغه وخت تطبیق کیږي کله چې یو ‘بې مله’ ماشوم د اروپایي اتحادیې په هیواد کې پناه غوښتنې ادعا وکړې. دا خورا مهمه ده چې هغه ماشومان چې په فرانسه کې دي د پناه غوښتنې ادعا وکړي تر څو هغه ملاتړ تر لاسه کړي چې ورته اړتیا لري. کله چې یو ‘بې مله’ ماشوم په فرانس کې د پناه غوښتنې ادعا کوي، که چیرې دوی په انګلستان کې یا د اروپا په بل ځای کې د کورنۍ غړي ولري، باید چارواکو ته ووایي. فرانسوي چارواکي کولای شي له هغې هیواد غوښتنه وکړي چې د پناه غوښتنې ادعا ارزولو مسوولیت په غاړه واخلي. دوی باید د کورنۍ اړیکه ثبوت او د اړیکو جزییات چمتو کړي. برتانیا ته د لیږد لپاره، ماشوم باید مور، پلار یا ساتونکی، خور، ورور، یو بالغ کاکا، ماما، عمه، خاله، نیا او یا نیکه په انګلستان کې ولري. د کورنۍ غړی/خپلوان باید په برتانیا کې په قانوني توګه موجود وي، پدې کې پناه غوښتونکې کورنۍ هم شامله ده. عمه، خاله، کاکا، ماما، نیا او یا نیکه باید دا ثابته کړي چې له ماشوم ساتنه کولای شی.
په انګلستان کې له کورنۍ سره د بې سرپرسته ماشوم د یو ځای کیدو لپاره، د کورنۍ غړي/خپلوان باید په انګلستان کې قانوني حضور ولري، په دې کې هغه کورنۍ هم شاملیږي چې د پناه غوښتنې په لټه کې ده. هغه خپلوان چې په انګلستان کې بې د پناه غوښتنې لپاره درخواست کړی، لکه ترور(خاله) د تره زوی یا نیکه باید د دې توان ولري چې وښيي له ماشوم څخه ساتنه کولای شي.