کډوال په فرانسه کې

ایا ته اوس د ناقانونه کډوال په توګه فرانسه کې اوسیږې؟ په بله وینا، ایا فرانسې ته پرته له اصلي اسنادو او یا تر کنټرول لاندې بندرونو نه بغیر داخل شوی یې؟

که چیرې په فرانسه کې ناقانونه کډوال یې، نو ښايي چې روغتیايي اسانتیاو ته د لاسرسي، د اوسیدو ځای پیداکولو او یا د کار موندنې لپاره هلې ځلې وکړې دا ځکه چې ته په فرانسه کې د ژوند او کار کولو اجازه نلرې. ستاسو حالت د پاملرنې وړ دی.

د کډوال پروژې موخه دا ده چې تاسو د قانوني انتخاب او نورو هیوادونو، لکه انګلستان ته،  د کډوالۍ د خطرونو په اړه له تازه معلوماتو باخبره وساتي.

که چیرې په دې اړه د مرستې په لټه کې یې چې نور څه وکړې، زموږ د کډوالۍ د متخصصینو ډله، کولای شي تاسو ته معلومات او مشورې درکړي..  

تاسو کولی شئ له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې موږ سره اړیکه ونیسئ
تاسو کولی شئ موږ سره د (0805080019) شمېری له لارې وړیا اړیکه ونیسی
زموږ د واتس آپ، تلگرام او وایبر اړیکی شمیره {0033686632782 } (په وړیا توګه اړیکه نیولی شی)
ټولې مشورې محرم دي.

مصوونیت او قانوني بدیل

ډیری کسان ناقانونه کډوالي کوي، ځکه چې دوی په دې باور دي چې دا یې یواځینی...
نور ولولئ

د ناقانونه کډوالۍ خطرونه

قاچاقبر ممکن کوښښ وکړي چې تاسو قانع کړي چې د هغې مرستې په بدل کې ورته...
نور ولولئ

ژوند په انګلستان کې

باید د یوه ناقانونه کډوال په توګه انګلستان ته د سفر په اړه فکر وکړې. ځکه...
نور ولولئ
شریک یی کړي