مصوونیت او قانوني بدیل

ډیری کسان ناقانونه کډوالي کوي، ځکه چې دوی په دې باور دي چې دا یې یواځینی انتخاب دی. په هر صورت، مخکې له دې چې دغه ناقانونه خطرناک سفر ته ،چې هیڅ د بریا ضمانت نلري، ادامه ور کړې؛ نو پر ځینو بدیلونو یې فکر وکړه، لکه د پناه غوښتنې لپاره درخواست کول،کورنۍ سره یو ځای کیدل او په رضا کاره توګه بیرته راتګ.

که چیرې د خپل قانوني انتخاب په اړه نور معلومات یا مشورې غواړې نو موږ سره همدا نن اړیکه وکړئ.

که چیرې تاسو انګیرئ چې په خپل هیواد کې تر مستقیم تعقیب لاندې یئ ، نو تاسو د نړیوال خوندیتوب وړ یئ. د دې لپاره چې د پناه غوښتنې چانس مو ډیر تضمین شي، نو تاسو باید د پناه غوښتنې پروسه تعقیب کړئ کومه چې په اروپا کې د ملي او سیمه ییزو قوانینو لخوا تنظیم شوې.

یو له هغو اروپايي قوانینو چې فرانسه کې پر کډوالو اغیز پریباسي، د ډوبلین مقررات دي. د دې قانون له مخې، د پناه غوښتوونکیو مسوولیت د هغه اروپايي هیواد دی چې دی ورته لومړی را رسیدلی وي. که ته له هغو پناه غوښتوونکیو څخه یې چې فرانسې ته له رسیدو مخکې له بل اروپايي هیواده راتیر شوی اوسې نو ته هغه هیواد ته د بیرته شړلو له خطر سره مخ کیږې چې لومړی ورته راغلی یې.

که حالاتو کې داسې تغییر راغلی وي چې ته خپل هیواد کې له تعقیب (نیونې) سره مخ کیږې او اروپا ته راځې، نو دا مهمه ده چې اروپا ته په را رسیدو هغه هیواد کې چې لومړی ورته داخل شوی یې ،هر څومره ژر چې کیږي، د پناه غوښتنې درخواست وکړې.

په انګلستان او فرانسې دواړو کې د پناه غوښتنې د پروسې د جریان په حال کې، که اړتیاوي، نو کولای شې چې ځانته د قانوني استازي او یا د ترجمان غوښتنه وکړې. سره له دې چې معمولا نشې کولای کار وکړې، خو بیا هم د څه ناڅه مالي مرستې، د اوسیدو د ځای او تعلیمي خدمتونو مستحق یې.

که چیرې په اروپايي هیواد کې ستا پناه غوښتنه تضمین شي، نو کولای شې چې ژوند وکړې او ټاکل شوی وخت کار وکړې، وروسته ممکن د دې مستحق وګڼل شې چې د دایمي اوسیدو لپاره درخواست ورکړې.

فرانسه کې د پناه غوښتنې لپاره اساسي ګامونه دا دي:

  • لومړی باید خپل درخواست په (SPADA ) یا د هرکلي په لومړي مرکز کې ثبت کړې.که چیرې ته په Île-de-France کې یې، نو کولای شې له دوشنبې څخه تر جمعې، سهار له لسو د ماسپښین تر 3:30 د وخت اخیستنې لپاره لومړی په دغه نمبر01 42 500 900  اړیکه ونیسې.
  • وروسته به تاته د خدماتۍ کړکۍ له ادارې (GUDA) څخه زنګ ووهل شي چې په رسمي توګه د پناه غوښتنې درخواست ثبت کړې.  
  •  له دې ناستې وروسته به ته یو مشاور ووینې، دا به د کډوالو او مدغم کیدونکیو لپاره د فرانسې له دفتر (OFII) څخه وي چې د پناه غوښتنې پروسې د څیړلو په مهال به درته د هغو مرستو په اړه معلومات در کړي چې ته به ورته لاسرسی ولرې.
  • د  GUDA له ناستې وروسته، ته به ۲۱ ورځې وخت ولرې چې د کډوالو او بې وطنه خلکو د حفاظت لپاره د فرانسې په اداره (OFPRA) کې خپلې فورمې ډکې کړې.

ته کولای شې فرانسه کې د ټولو SPADAs ادرسونه، دلته پیدا کړې.

  • په انګلستان کې د پناه اخیستنې لپاره اساسي پړاوونه په دې ډول دي:
    ته به د انګلستان په بندر کې له رسیدو سره سم،  د کډوالو مسوول سره د ویډیو مجلس لپاره وغوښتل شې، خو که په انګلستان کې یې او ستا حالت تغییر وکړي او د پناه غوښتنې مستحق وګڼل شې، نو د پناه غوښتونکیو په هر ویډیوي څانګه کې ( دوشنبې څخه تر پنجشنبې له  9 am to 4:45 pm ، د جمعې په ورځ له 9 am 4:30 pm ) په کاري ساعتونو کې، په دې نمبر وخت اخیستلی شې020 8196 4524
  • ته خپله غوښتنه هملته پر خپل سکرین ( ښیښه) ثبتولی شې.
  • له دې وروسته به ستا کیس (دوسیه) اړونده کسانو ته وسپارل شي او ته به د پناه غوښتوونکیو د راجستر کارت یا (ARC) ترلاسه کړې.
  • همدارنګه به د لومړنیو معلوماتو د پوښتنو فورمې  ترلاسه کړې، کومې چې باید له ضرب الاجل سره سمې ډکې کړې او بیرته یې ور وسپارې.  
  • له دې وروسته به د پناه غوښتنې په اړه له اړونده شخص ( چې ستا قضیه تعقیبوي) مرکه ولرې، هغه به درته ټوله پروسه تشریح کړي او هغه به بالاخره ستا د قضیې په اړه پرېکړه وکړي.

د اروپایي اتحادیې هغه قانون چې د “ډوبلین مقررات” په نوم یادیږي، قوانین ټاکي چې د یو شخص پناه غوښتنې ادعا د معاینه کولو لپاره کوم هیواد مسؤلیت لري. دا هغه اصل منعکس کوي چې هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي باید په لومړي خوندي هیواد کې چې دوی ورته رسیدلي پناه غوښتنه وکړي. د ډوبلین مقررات دا معنی لري چې پناه غوښتونکي د اروپایي اتحادیې ته د ننوتلو د لومړی هیواد مسولیت دي. که دوی یو اروپایی هیواد ته ورسیږي او بیا بل ته حرکت وکړي، دوی بیرته د اروپایي اتحادیې لومړي هېواد ته لیږل کیږي. د ډوبلین مقررات همداشان پدې مانا ده چې پناه غوښتونکي دا انتخاب نشي کوی چې کوم هېواد یې د پناه غوښتنې ادعا ارزونه وکړي، په کوم کې ژوند وکړي په هغه هیواد کې په ځای کې ځای په ځای شي. هغه هیوادونه چې د ډوبلین درې مقررات تعقیبوي: اتریش، بیلجیم، بلغاریه، کروشیا، قبرس، چک جمهوریت، ډنمارک، ایستونیا، فنلند، فرانسه، آلمان، یونان، هنگری، آیس لینډ، آیرلینډ، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، لیښتـنسټین، لوکزمبورګ ، مالټا، هالینډ، ناروی، پولنډ، پرتگال، رومانیا، سلواکیا، سلووینیا، اسپین، سویډن، سویس، بریتانیا.

د ډوبلین مقرراتو لاندې، د کورنۍ بیا یوځای کیدو لپاره مختلف معیارونه په پام کې نیول شوي:

د لویانو او کورنیو لپاره:

که چیرې ستاسو لږترلږه یو د کورنۍ غړی په ډوبلین هیواد کې راجستر وي، تاسو په همهغه هېواد کې د پناه غوښتنې ادعا کولای شئ. که چیرې د کورنۍ بیا یوځای کیدنه تایید شي، تاسو کولی شئ هلته ورسره یو ځای شئ او د خپلې پناه غوښتنې ادعا ته ادامه ورکړئ. د مثال په توګه، که تاسو په فرانس کې پناه غوښتنې ادعا وکړئ او چارواکو ته ووایاست چې ستاسې د کورنۍ غړي په برتانیا کې دي، فرانسوي چارواکي کولای شي له انګلستان څخه غوښتنه وکړي چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعا وګوري. که ستاسو د کورنۍ غړی (زوج یا کوچنی ماشوم) یو پناه غوښتونکی وي چې د هغه د ادعا په اړه لومړی پریکړې ته منتظر وي، یا په انګلستان کې مهاجر یا یې بشري تحفظ اخېستی وي، انګلستان مسؤل دی چې ستاسې د پناه غوښتنې ادعا ارزونه وکړي، که د کورنۍ رابطه وښودل شي. برتانیا کولای شي په غیر معمولي ډول مسؤولیت په غاړه واخلي ترڅو د کورنۍ غړي د بشري شرایطو په اساس یوځای کړي.

بې مله (یواځې) ماشومان

د کورنۍ د بیا یوځای کیدنې اوله ماده هغه وخت تطبیق کیږي کله چې یو ‘بې مله’ ماشوم د اروپایي اتحادیې په هیواد کې پناه غوښتنې ادعا وکړې. دا خورا مهمه ده چې هغه ماشومان چې په فرانسه کې دي د پناه غوښتنې ادعا وکړي تر څو هغه ملاتړ تر لاسه کړي چې ورته اړتیا لري. کله چې یو ‘بې مله’ ماشوم په فرانس کې د پناه غوښتنې ادعا کوي، که چیرې دوی په انګلستان کې یا د اروپا په بل ځای کې د کورنۍ غړي ولري، باید چارواکو ته ووایي. فرانسوي چارواکي کولای شي له هغې هیواد غوښتنه وکړي چې د پناه غوښتنې ادعا ارزولو مسوولیت په غاړه واخلي. دوی باید د کورنۍ اړیکه ثبوت او د اړیکو جزییات چمتو کړي. برتانیا ته د لیږد لپاره، ماشوم باید مور، پلار یا ساتونکی، خور، ورور، یو بالغ کاکا، ماما، عمه، خاله، نیا او یا نیکه په انګلستان کې ولري. د کورنۍ غړی/خپلوان باید په برتانیا کې په قانوني توګه موجود وي، پدې کې پناه غوښتونکې کورنۍ هم شامله ده. عمه، خاله، کاکا، ماما، نیا او یا نیکه باید دا ثابته کړي چې له ماشوم ساتنه کولای شی.

په انګلستان کې له کورنۍ سره د بې سرپرسته ماشوم د یو ځای کیدو لپاره، د کورنۍ غړي/خپلوان باید په انګلستان کې قانوني حضور ولري، په دې کې هغه کورنۍ هم شاملیږي چې د پناه غوښتنې په لټه کې ده. هغه خپلوان چې په انګلستان کې بې د پناه غوښتنې لپاره درخواست کړی، لکه ترور(خاله) د تره زوی یا نیکه باید د دې توان ولري چې وښيي له ماشوم څخه ساتنه کولای شي.

ځینې کډوال فرانسې ته د تګ لپاره ډيرو مادي تاوانونو او ځاني خطرونو ته غاړه ورکوي، خو کله چې هلته د ژوند واقعیتونه وګوري، نو پوهیږي چې خپلو هیلو ته نشي رسیدلی.

که چیرې ته هم همدا حالت ولرې او غواړې چې خپل کور ته راستون شې، نو ته د دې شیانو مستحق ګڼل کیږې:

  • کور ته د راستیندو لپاره لوژستیکي او مادي ملاتړ، لکه: تاسو ته به د الوتکې ټکټ واخیستل شي او تاسو به د سفر د اسنادو ترلاسه کولو لپار اداري ملاتړ ولرې.
  •  چې یو ځل کور ته ورسیدئ، د ادغام مجدد لپاره به درسره مرسته وشي؛ د بیلګې په توګه: تاسو ته به پیسې درکړل شي چې ځانته سرپناه جوړې کړئ او یا به وروزل شئ چې دنده پیدا کړئ.  

که چیرته په فرانسه کې یې:

  • په OFII یا ( د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره)  کې له سلاکار سره ستاسو د جلسې تنظیمول، چې په رضاکاره توګه د بیرته ستنیدو پروګرام په اړه په ډير څه پوه شئ.
  • تاسو کولای شئ دی OFIIs ادرسونه دلته پیدا کړئ.

که تاسو په انګلستان کې استئ:

  • تاسو کولای شئ په خپل زړه د بیرته ګرځیدو د ملاتړ لپاره په انلاین ډول دلته درخواست ورکړئ.
  • که زړه مو وغواړئ نو کولای شئ په دې شمیره 0300 004 0202  د دوشنبې او جمعې تر منځ د سهار له 9 د مازیګر تر 5 پورې، د رضاکارو بیرته ستنیدونکیو له خدمتونو دفتر سره اړیکه ونیسئ.

په فرانسه  کې

  • کډوال کولای شي له Groupe d’information et de soutien des immigré.e.s (GISTI)  څخه په وړیا ډول د قانوني مشورو غوښتلو لپاره د جمعې او دوشنبې تر منځ د ماسپښین له درې بجو څخه د ماښام تر شپږو او د چهارشنبې او جمعې  د سهار له ۱۰ څخه د غرمې تر ۱۲ په 01 43 14 60 66 شمیره اړیکه ونیسي.
  • که چیرې ته د انساني قاچاق قرباني یې، نو کولای شې په 0 825 009 907 شمیره  د انساني قاچاق د قربانیانو د تحفظ له ملي همغږۍ National Coordination for Protection of Victims of Human Traffickingادارې، سره اړیکه ونیسې.

په انګلستان کې:

  • ناقانونه کډوال کولای شي،  د ښاریانو د مشورو په ځايي دفتر(Citizens Advice office ) کې د کډوالۍ له متخصص سره یو خصوصي مجلس تنظیم کړي او د خپلو انتخابونو په اړه بحث وکړي. ډیر نږدې دفتر دلته پیدا کړئ.
  • د کډوالو د خیر ښیګڼې شورا (The Joint Council for the Welfare of Immigrants) د دوشنبې، سه شنبې او پنجشنبې په ورځو کې د سهار له ۱۰ د ماسپښین تر یوې پورې په 020 7553 7470 شماره، په وړیا توګه خصوصي مشورې ورکوي.
  • د انګلستان حکومت هم د دوشنبې او جمعې د سهار له 9:30   څخه د ماسپښین تر درې بجو کډوالو ته په 0808 800 0630  شمیره مشورې ورکوي.
  • که چیرې ته د انساني قاچاق قرباني اوسئ، کولای شې د عصري غلامۍ مشورې (Modern Slavery Helpline) سره  په 08000 121 700 شمیره شپه او ورځ ، هر وخت اړیکه ونیسې.
شریک یی کړي

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ