د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او ترکیې له تړون درې کاله وروسته، اوس په زرګونو کسان په یونان کې بند پاتي

درې کاله وړاندې اروپايي ټولنې او ترکیې یو تړون لاسلیک کړ چې له ترکیې څخه یونان ته په ناقانونه توګه د کډوالو او پناه غوښتوونکيو د تیریدو  مخه ونیسي. د دې موخه دا ده چې خلک له خطرناکو سفرونو څخه منع شي، کوم چې د دوی ژوند ته ګواښ پیښوي او همدارنګه ترکیې ته داسې سرچینې چمتو کړي چې له اړو خلکو سره مرسته وکړي.

د دې تړون له مخې، یونان ته له ترکیې څخه رارسیدوونکي ټول کډوال به بیرته ګرځول کیږي. د هر بیرته ګرځول شوي سوریايي وګړي په بدل کې به یو سوریايي وګړی د اروپا لخوا د ملګرو ملتونو د زیانمنوونکيو کسانو په معیار کې شامل شي.

په هرصورت، کډوال تر هغې بیرته نه ګرځول کیږي تر څو چې یې د پناه غوښتنې لپاره بشپړه نوم لیکنه نه وي کړي. له همدې کبله شاوخوا (۱۲۰۰۰ ) نوي ځوانان او ماشومان اوس په یونان کې ایسار پاتې او انتظار کوي چې کله به بیرته وګرځول شي.

د یونان د کډوالو چارو د وزیر ډیمیټریس ویټاساس په وینا، یونان کولای شي په یوه کال کې یوازې د ( ۲۰۰۰۰ ) کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه وڅیړي، په هر صورت، دې هیواد په ۲۰۱۸ کال کې( ۶۷۰۰۰ ) د پناه غوښتنې درخواستونه ترلاسه کړي دي. د ۲۰۱۸ کال تر پایه، د بې اسنادو کډوالو شمیره له( ۹۰۰۰۰)  اوښتې ده. یونان دا شمیره د ځان لپاره د ( غیر قابل تحمل وزن) په نوم یاده کړې ده.

د دې کډوالو او پناه غوښتوونکیو ډیری برخه د یونان د ټاپو ګانو په کیمپونو کې ناخوندي او په خراب حالت کې ژوند کوي چې لومړنیو خدمتونو ته هم محدود لاسرسی لري. مرستندویه ټولنې میډیسنس سانس فرانټییرس (Medecins Sans Frontieres) ویلي چې اروپايي مشران باید سمدلاسه د یونان د ټاپو ګانو له دغو ګڼ میشتو، ناخوندي او غیر صحي کیمپونو څخه ماشومان او نور زیانمنوونکي کسان را وکاږي.

په یونان کې د MSF مشر ایمانویل ګوي Emmanuel Goué ویلي: (( یونان اوس د نرانو، ښځو او ماشومانو لپاره په یوه ډیران بدل شوی، دا هغه څوک دي چې اروپايي ټولنه یې په تحفظ کې پاتې راغلې، هغه ساحه چی یو وخت د کډوالو د استرار ځای بلل کیده کوم چی اوس د  جزایر او د یونان خلکو ته نه بښونکی او د کډوالو د غم او درد سبب ګرځیدلی)).

د یونان حکومت تیر کال له ټاپو ګانو  څخه وچې ته د کډوالو او پناه غوښتوونکيو انتقال پیل کړی و؛خو وروسته بیا دوی د ناوړه حالت له کبله ،لکه د لیسبوس په ټاپو کې، بیرته راوبلل شول،په هر صورت، حتی په وچه کې په زرګونو کسان په موقتي پناه ځایونو او یا کوڅو کې اوسيږي، چې مرستو ته محدود لاسرسی لري.( MSF) ویلي دي چې ګڼ کسان له رواني حالت سره مخ دي لکه روحي فشار او اندیښنې.

 ګوي، پوښتلي: (( موږ له هغې ښځې سره پر ذهني فشار د بریالي کیدو لپاره څرنګه مرسته کولای شو   چې دا فشار یې د هغه وخت د جنسي تیري له کبله وي چې په کوڅو کې اوسیده؟ )) نوموړي زیاته کړې: (( هغه نه یوازې د بل تیري له دوامدارې ویرې سره ژوند کوي، بلکې دا به د هغې لپاره خطرناکه وي چې داسې درمل وکاروي چې خوبوړې یې کړي. پرته له خوندي ځای ورکولو د دوی بله هیڅ درملنه نشته او په یونان کې ډیرو اړو ناروغانو ته د خوندي ځایونو ستر کمی دی. ))

TMP – 22/03/2019

Caption: میشل بروسنی. کډوال  او پناه غوښتونکی چی اکثره د سوریی، افغانستان او عراق دی د یونان په یو کمپ کی میشت دی.