ترکیې پولیسو د هغو کډوالو د تیت په ترک کولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کارولی چې غوښتل یې د کډوالۍ اسناد نوي کړي

د ترکیې پولیسو په سویل لویدیځ ښار ډینزیلي کې د کډوالو د پراګنده کولو لپاره  اوښکې بهوونکی ګاز کارولی، دا هغه کسان وو چې د مارچ په څلورمه دې راټول شوي وو چې د خپلې کډوالۍ اسناد نوي کړي.

د یوه راپور له مخې دغه کډوال چې ډیری یې د افغانستان او ایران و، د کډوالو ادارې مخې ته د شپې لخوا راټول شوي وو چې د راتلوونکي سهار لپاره ملاقات ته وخت واخلي. د ترکیې د کډوالۍ تګلارې له مخې، کډوال باید هر شپږ میاشتې وروسته خپل اسناد نوي کړي. د هغو کډوالو شمیره چې خپل وطنونه پریږدي، ډيره لوړه ده؛ خو د ملاقات لپاره ګنجایش ډير لږ دی، نو د اسنادو د نوې کولو په مهال معمولاً د دفتر مخې ته د اوږدو لیکو د جوړیدو سبب ګرځي.

په هغه سهار وختي، ترکیې پولیسو کوښښ وکړ چې کډوال تیت او پرک کړي، دوی هغه وخت اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ چې کډوال په پیاده رو کې ویده و. لږ تر لږه یو پولیس صاحب منصب له دندې ګوښه شوی او نور تر څیړنې لاندې دي.

له ترکیې رسنۍ سیندیکا سره یوه افغان کډوال په مرکه کې ويلي: (( موږ باید هلته د یکشنبې تللي وای   او د دوشنبې تر سهار پاتې شوي وای. پولیس راغلل چې موږ وشړي. ځینې وخت دوی اوښکې بهوونکی ګاز استعمالوه. دا غیر انساني کار دی.)) هغه زیاته کړې: (( کله چې موږ دلته ویده وو، پولیس راغلل او سپکې سپورې یې وویلې. موږ وویل چې په یوه لیکه کې به ودریږو، خو پولیس ( د پولیسو صاحب منصب) وویل چې دا ده پورې اړه نلري.))

مخکې له دې چې پولیس را ورسیږي، یوه ایراني او افغاني کډوال شخړه وکړه.یوه بل کډوال ویلي: (( یو افغان له ایراني سره لانجه وکړه، سره له دې چې دوی وختي جنګ بس کړی و؛ خو پولیسو یو ناڅاپه اوښکې بهوونکی ګاز وشینده))

ترکیه د 3.5 میلیونه کډوالو کوربه ده چې ډیری یې د سوریې، افغانستان او پاکستان اوسیدونکی دی. دې شمیرې ترکیه په نړۍ کې د کډوالو په یوې سترې کوربنۍ بدله کړې.

له دوی څخه  ډيری یې غواړي چې اروپا ته لاړ شي، خو هغه تړون چې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي ټولنې او  ترکیې ترمنځ شوی، د دې سبب ګرځی چې ډيری کډوال په ترکیه کې پاتې شي. دغه کډوال سمدلاسه د کار کولو حق نه ترلاسه  کوي نو ځکه په اسانه استثمار کیږي.

TMP – 12/03/2019

Photo: Orlok/Shutterstock. Turkish police in Istanbul

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ